fbpx

کله چې د سولې شورا مشر د جګړې قومنده ورکوي

نن ټکی آسیا سرلیکنه

د روزګان او غزني ولایتونو په هزاره میشتو سیمو کې جګړه هغه وخت پیل شوه چې د خاص اروزګان ولسوالۍ په کندلان سیمه كې د محلي پولیسو خپل سري قومندان حکیم شجاعي پریوه کلي برید وکړ.

د حکیم شجاعي د برید په مقابل کې طالبانو هم د پخوانۍ هوکړې پر اساس د سیمه ییزو خلګو ملاتړ وکړ، چې په ترڅ کې یې د شجاعي د مرستیال په ګډون څو نور بریدګر وسله وال مړه او یو شمیر نور ژوبل شول.

حکیم شجاعي چې د بشري حقونو د دفاع سازمان لخوا پر بشر ضد جرمونو هم تورن دی په پخوانیو بریدونو کې یې هم په سلګونو ولسي خلګ مړه او ژوبل کړي دی .

نوموړی سره له دې چې د ګډ حکومت د یوې برخې لخوا تر تعقیب لاندې دی ، خو د حکومت بله برخه یې پوځي او لوجیستیکي حمایت کوي او د دفاع خودي اتل یې بولي.

شجاعي چې په تنظیمي لحاظ د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال ښاغلي محقق او سولې شورا د مشر خلیلي له پلویانو څخه دی، مستقیما دهغوی لخوا تجهیز کیږي او په سیمه کې د ولسي خلګو په خلاف تخریبي فعالیتونه تر سره کوي.

د هیواد په مرکزي سیمو کې اوسنۍ پیل شوې جګړه هم د ده په تحریک پیل شوې چې اوس یې لمبې له خاص اروزګان څخه د غزني ولایت مربوط جاغوري ولسوالۍ ته هم را غزیدلې دي.

په ګډ حکومت کې محقق او خلیلي هغه څوک دي چې په ښکاره د شجاعي حمایت کوي او د دې په ځای چې نوموړی له بشري ضد جنایتونو څخه را وګرځوي په خپلو څرګندونو سره یې لا جګړې او جنایت ته هڅوي.

ښاغلي خلیلي په خپلو وروستیو څرګندونو کې چې تیره ورځ یې په ایران کې وکړي وویل چې حکومت باید د مرکزي سیمو له میشتو خلګو څخه دفاع وکړي، او که حکومت د هغوی د دفاع توان نه لري بیا د سیمې خلګ مجبور دي چې له ځانه دفاع وکړي چې په دغه حالت کې به دی خپله هم د هغو ترڅنګ دریږي.

ښاغلی خلیلي د سولې عالي شوری د مشر په حیث د دې په ځای چې د شجاعي له حمایته لاس واخلي او پر ولسي خلګو د هغه د جنایتونو مخه ونیسي نور هم هغه د شخصي دفاع په پلمه جګړې ته هڅوي او دی یې ترڅنګ دریدو ډاډ ور کوي.

که ښاغلي خلیلي وپوښتل شي چې کوم حکومت چې ستا په خبره د خپلو خلګو د دفاع توان نه لري ، نوهغه بیا څومره د دې وړتیا لري چې ستا د سولې شورا له هغه سره د مخالفینو د پُخلا کولو هڅې کوي؟

ښاغلي خلیلي د سولې عالي شوری د مسؤل په حیث سوله او جګړه هم مهاله رهبرې کوي … سوله هغه مهال چې د ده اقتصادي مصالح ورکې پوره وي او جګړه هغه مهال چې د ده تنظیمي او سمتي مصالح تر ګواښ لاندې راځي.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حاجی اتانچی.
میلمه
حاجی اتانچی.

په دا باره کی هیڅ مه لیکی،ولی چه شیعه د ایران دی،که ایران خپه شی بیا د سنیانو وژلو لپاره ایران څه نه راکوی،په دا جنګ کی به فقط سنیان او پښتان وژل کیږی،دا پروژه همداسی ترتیب شوی ده،

جميل
میلمه
جميل

ډير ښه عنوان
د دې دولت کومه سوړه او سورۍ سړئ ورپټ کړي، که غلبيل هم وای په کوښښ سره به يي يو څو سوري پټ شويوای، داخو بيخي وشوړيدئ.

غوربندي
میلمه
غوربندي

له خدای تعالی مې غوښتي چې له قهرمان او رازق وروسته دغه جنایتکار هم د طالبانو ګوزار ته سم او پخپله مناسبه سزا ورسوي.