
فراه؛ د خاکسفید ولسوال طالبانو ته تسلیم شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹لړم، ۱۳۹۷ل): د فراه د خاکسفید ولسوالۍ ولسوال محمد خان له خپلو پنځو ملګرو سره یو ځای طالبانو ته تسیلم شوی دی.
طالبان وايي محمد خان چې د پلار نوم يې جانان دی له سمیع الله دغوث الدین زوی میراجان د میرحمزه زوی سعدالدین د شمس الدین زوی شیخ احمد د باران زوی او غوث الدین د شمس الدین زوی د همدي ولسوالۍ د خوس سیمي اوسیدونکو سره یو ځای دوی ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي.
په همدې مناسبت يې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې، دوی د جلب او جذب کمیسیون په هڅو له خپلو دندو لاس پر سر شول.
هغوی له طالبانو سره د ملګرتیا ژمنه نه ده کړې، خو ويلي يې دي، چې بیا به د ولس پر ضد جوړه شوې اداره کې دندې نه ترسره کوي.
«نوموړو ټینګه ژمنه وکړه چی بیابه هیڅکله هم فاسد نظام ته ورونه ګرزي اوغواړي چې د نور ولس په شان خپل عادي ژوند پیل ته دوام ورکړي.»
خاکسفید چې له څو کلونو راهیسې د طالبانو په لاس کې ده، ولسوال يې له تېرو نږدې دوو کالونو راهیسې یوازې په نوم یادېده.
تر اوسه د فراه ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو دا پېښه وروسته له هغه کېږي چې په فراه کې دوه ورځې وړاندې د امنیتي بشپړ کنډک د طالبانو ګوتو ته ورغی.
یاده دې وي طالبانو د خپل بلنیز کمیسیون د اکتوبر میاشتې راپور کې ویلي، چې نږدې یوولس سوه (۱۰۹۸) تنه يې حکومت کې له دندو زړه توري کړي.