افغانستان

نن د ولسشمریزو ټاکنو مهال‌وېش اعلانېږي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹لړم، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې نن د ولسمشریزو ټاکنو مها‌ل‌وېش په داسې حال کې اعلان شي، چې سیاسي ګوندونه پر ټاکنیز کمیسیون د بې باورۍ وروستي برید ته رسېدلي دي.

د ټاکنو کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وايي، مسوده يې تیاره شوې او ځينو څارونکو بنسټونو ورسره خپل نظرونه هم شریک کړي دي.

دوه ورځې وړانډې دې کمیسیون ویلي و، چې سیاسي ګوندونو، ټاکنیزو څارونکو او نړیوالې ټولنې ته يې تر جمعې (پرونه) وخت ورکړی، چې خپل نظرونه ورسره شریک کړي.

په ورته وخت کې د سیاسي ګوندونو او ټاکنو کمیسیون تر منځ چنې ګرمې دي، ګوندونه وايي دوی د اجراییه ریاست لپاره درې مرستیالان غواړي او دا چوکۍ رسمي کوي، کمیسیون تر انتخاب وړاندې دا ډول طرحې د قانون خلاف کار بولي.

د ولسمشریزو ټاکنو د مهال‌وېش خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې څو ورځې وړاندې ټاکنو کمیسیون ومنله چې د ولسي جرګې ټاکنو کې يې د ولس باور له منځه وړی او دوی په مدیریت کې پاتې راغلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x