طالبان: اکتوبر کې تر زرو ډېرو دولتي کارکوونکو دندې پرېيښې

ارشیف؛ بغلان کې طالبانو ته تسلیم شوي عسکر

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹لړم، ۱۳۹۷ل): طالبان چې پخپلو تشکیلاتو کې د دعوت، ارشاد، جلب او جذب په نوم کمیسیون هم لري، په میاشتني راپور کې يې د سلګونو تنو دولتي کارکوونکو د تسلیمۍ خبر ورکړی دی.

د دې کمیسیون میاشتنی راپور لیکي، چې تېره اکتوبر میاشت کې د حکومت په بېلابېلو لیکو کې پر دندو بوختو ۱۰۹۸ کارکوونکو خپلې دندې پرېيښې دي.

دوی پخپله رسمي پاڼه د تسلیم شویو عسکرو مفصل معلومات او لنډ شهرت هم خپور کړی دی.

د راپور له مخې ډېری د اردو، پولیسو، ملي امنیت او اربکیو له لیکي زړه تورې شوې جګړه مار دي چې وسلې يې پر ځمکه ايښې.

د طالبانو خبرپاڼه لیکي، چې تسلیم شویو عسکرو ژمنه کړې، چې بیا به د خپل ولس پر ضد نه درېږي.

«د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یو ځای شويو هیوادوالو وعده وکړه چې نور به د خپل دین او وطن له خارجي او داخلي مزدورانو سره هیڅ راز تعلق نه ساتي، له خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي.»

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د غزني په مقر کې د څلوېښتو شاوخوا اربکیانو ټوپکونه پر ځمکه کېښودل او تازه د فراه په خاک‌سفید کې هم ولسوال له خپلو پنځو ملګرو سره طالبانو ته د تسلیمۍ لاسونه پورته کړي.