افغانستان

زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته بیا سفر پیل کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹لړم، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د خپلو هڅو په لړ کې یو ځل بیا د سیمې د هېوادونو دوره پیل کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه لیکي، زلمی خلیلزاد به کابل ته سفر وکړي، بیا به پاکستان، عربي متحده اماراتو او قطر ته هم لاړ شي.

هغه وړاندې تر دې هم دا دوره وهلې وه، چې په ترڅ کې يې له طالبانو سره مخامخ خبرې هم وکړې.

تېره ورځ مسکو کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزي خبریالانو ته وویل، دوی له زلمي خلیلزاد سره د خبرو جزییات نه شي په ډاګه کولی خو هغه يې لومړنۍ خبرې یادې کړې دي.

زلمي خلیلزاد او طالبانو د مسلسلو دغسې ناستو ټینګار سره کړی او ښايي دا ځل يې خبرې اترې تر لومړي وار څو ګامه وړاندې وي.

زلمی خلیلزاد په داسې حال کې خپله دوره پیلوي، چې تېره ورځ روسیه کې د طالب استازیو په ګډون د افغان سولې اړوند نړیوال کنفرانس دایر شو.

دې کنفرانس کې طالبانو د افغان ولس غوښتنې، وړاندیزونه او د نظام په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل، چې د شنونکو په باور د طالبانو لپاره زرین چانس و.

د سیاسي چارو شنونکو او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي د دا ډول غونډو یوه ګټه دا ده چې باور جوړونې ته لار خلاصوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x