
ځلاند؛ د مسکوغونډې په څېر ناستې باورونه جوړوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹لړم، ۱۳۹۷ل): تېره ورځ (جمعه، ۱۸د لړم) د روسيې په پلازمېنه مسکو کې، د افغان سولې په تړاو غونډه کې د سیمې د دوولسو هېوادونو، حکومت، امریکا او طالبانو استازو برخه درلوده.
په دې غونډه کې د طالبانو موقف، استدلال، د اسلامي او ملي ارزښتونو اړوند کلکه ننګه او د ولس په خوښه د وړاندې شویو نظرونو بې درېغه هرکلی شوی دی.
د چارو شنونکی او د کابل پوهنتون استاد ډاکټر فیض محمد ځلاند وايي، د عامالمنفعه پروژو، ښوونیز او روغتيايي بهیر اړوند د طالبانو پرلپسې ټینګار دا په ډاګه کړه، چې سوله راتلونکې ده.
هغه پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي: «د طالبانو بیا، بیا ټینګار د ټولګټو بنسټونو (ښوونځیو، پوهنتونونو، کلنیکونو، پلونو، بریښنا کوټونو …) د ساتنې او حفاظت په اړه او د ملکي وژنو د مخنیوي په اړه تاکید ان شا الله د ګران وطن د پرمختګ او د سولې د راتګ هیلې پیاوړي کوي.»
ځلاند د دا ډول غونډو د جوړېدو یوه ګټه دا یاده کړې، چې باور جوړونه را منځته کېږي او د کرکې تخم له منځه وړي، هغه لیکي: «د ماسکو ورته غونډو ګټه همدا ده چې د باور جوړونې سبب ګرځي، د افغانانو تر منځ د کرکې تخم رژوي، افغانان یو بل ته نژدې کوي، بلاخره دا ډاډ رامنځته کوي چې موږ د سولې په لور روان یو. »
د چارو دې شنونکي د سولهییز ذهنیت جوړونې اړوند هم وړاندیزونه کړي او ټینګار کړی چې د سولې اړوند د ټولو هڅو باید مثبتې نقطې پیاوړې او بیا بیا یادې شي.
ډاکټر فیض محمد ځلاند زیاتوي: «زموږ دنده او مسولیت دی چې د سولې د هرې ناستې او کانفرانس مثبت اړخونه پیاوړي کړو، ولس سره یې شریک کړو، له منفي خبرو، فکرونو ځانونه څنګ ته کړو.»
د مسکو ناستې د ولس هیلې را بیدارې کړې او په نړیوال سټیج د طالبانو د ولسي دریځ ستاینې شوې دي.
طالب دیپلوماټان په عکس که خورا شه معلومیژی، د دوی په مسنونی ځیری د سړی تنده ماته شی، الله پاک د دوی په بصیرت او فراست که نور برکت هم واچوی.