افغانستان

امريکايي سياستپوه د مذاکراتو په اړه د طالبانو دریځ وستایه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹لړم، ۱۳۹۷ل): د سياسي علومو يو امريکايي پروفيسبر ماروين واين بم د طالبانو د هغه دريځ ستاينه وکړه چې د افغان حکومت په ځای له امريکا سره د مخامخ مذاکراتو خبره کوي.

له امريکايي رسنيو سره په خبرو کې ماروين واين بم وويل چې د افغانستان د ستونزې حل له پاره د طالبانو دريځ قوي او ښه دی چې هغوی غواړي د افغان حکومت په ځای له امريکا سره نيغ په نيغه خبرې وکړي.

واين بوم د خبريال د هغې پوښتنې په ځواب کې چې ولې طالبان دې ته ليواله دي چې له امريکا سره خبرې وکړي او د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي، وويل: دا ډېر ښه دوه دريځونه دي چې طالبان يې لري، ځکه چې هغوی غواړي زندانيان يې خوشي شي او د طالبانو زندانیان له امريکا سره دي نه له افغان حکومت سره او طالبان د سولې د خبرو له پاره يو له مهمو شرطونو څخه د دوی د زندانيانو خلاصول هم دي.

واين بم وويل چې د طالبانو بل دليل چې هغوی له ډېر وخت راهيسې تکراروي او هيڅکله يې په کې تغير نه دی راوستی هغه له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل دي، چې له هغې وروسته به طالبان د سولې په تړاو ټينګې خبرې وکړي.

نوموړی زياتوي چې که دې دوه دريځونو ته وګورو نو هرڅوک به په دې پوهه شي چې که د اوسنې رژيم ملاتړي له افغانستان
څخه ووځي نو د افغانستان حکومت به سمدلاسه سقوط وکړی او يا به له جدي ګواښونو سره مخ شی.

ماروين زياتوي چې د طالبانو ددې دريځ معنا داده چې تسليم شئ او که نه وي نو بيا له دې ځايه لاړ شئ دا به ډېر ښه کار وي.
دغه سياستپوهه وايي چې په دې توګه مونږ طالبان شريکان بولو او د هغوی ډله متبادل حکومت ګڼو او طالبان هم همدا غواړي چې په همدې سترګه ورته وکتل شي او دا هغه څه دي چې د طالبانو مشروعيت زياتوي.

ماروين په قطر کې د خليلزاد او طالبانو سياسي استازو ترمنځ د ناستې په اړه وويل چې دا ناسته د پخوانيو نورو ناستو په څېر وه خو يوازې دومره وشول چې د مذاکراتو او خبرو اترو د پيل او بيا ددغه ډول مجلسونو د جوړولو په اړ په کې خبره شوې ده او په دې مجلس کې امريکا څه ونه کړل ځکه چې څه کېدلای نشول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x