د مسکو غونډه.. د طالبانو دیپلوماتیکه بریا

نن ټکی اسیا – سرمقاله

تیره ورځ په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د افغانستان په اړه یو ورځنی کانفرانس دائر شو.

په یاد کانفرانس د امریکايي استازي په شمول د افغانستان د ګاونډ د دولسو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو او لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.

یاد کانفراس د خپلو زماني او مکاني مدلولاتو له مخې له ځانګړې اهمیته برخمن دی چې د همدې اهمیت له وجې امریکایانو د هغه د مخنیوي او ځنډولو مکررې هڅې وکړې مګر دهغوی د ټولو مزاحمتونو با جود کانفرانس دائر او د طالبانو استازیو ورکې د افغانستان د قضیې د یوه مسؤل جهت په حیث ګډون وکړ.

که څه هم چې د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې رسمي اعلامیې په خپرولو سره خبر داری ورکړ چې دا غونډه د كابل – تاشكند پروسې پرخلاف جوړه شوې ځکه نه حکومت ورته رسمي استازي ولیږل او طالبان باید له هغه څخه ابزاري استفاده ونه کړي، خو طالبانو وکړای شول خپل ټول سیاسي پیغام د همدې کانفرانس له لارې نړۍ ته ورسوي.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پرشاتګ او په هیواد کې د شرعي نظام حاکمیت د یاد پیغام محوري ټکی و.

که څه هم چې ګډ حکومت د یادې غونډې د بي اهمیته ښودله په غرض هغې ته یواځې د سولې شورا یو ټیټ پوړی پلاوی ولیږو خو په یاده غونډه کې د افغانستان د ګاونډ د ټولو هیوادونو د استازیو ګډون هغې ته ځانګړی اهمیت ورباښه او دا لومړی ځل و چې طالبان د هیوادونو په کچه په یوه دغسي مهمې غونډې کې د نړۍ د مخاطبولو فرصت تر لاسه کوي.

په یاده غونډه کې د طالبانو د سیاسي څانګې ترټولو لوړ پوړو چارواکو ګډون او هلته له خپلې داعیې څخه په ډیر موفقانه انداز سره دفاع کول بل هغه څه و چې د ګډ حکومت د مخ پر انزوا دیپلوماسي په مقابل کې یې د طالبي دیپلوماسي د قاطعې بریا استازولي کوله.

طالب ديپلوماتانو وکړای شول په ډیر مهارت سره خپلې غوښتنې د غونډې له برخواله سره د یوې فعالې دیپلوماسې په ژیه شریکې کړې، چې له امله یې وکړای شول هم د غونډې د برخوالو او هم په خصوصي ډول هلته د میشتو ژورنالیستانو توجه ځانته راوګرځوي.

اما د هغوی برعکس د سولې شورا استازي چې په حقیقت کې یې د ګډ حکومت نماینده ګي کوله نه د ديپلوماسي له نزاکتونو سره بلد ول او نه یې هم د غوڼدې له برخوالو سره د سیاسي اهلیت د کمزوري له وجې د مفاهمي چانس تر لاسه کړای شو.

په هر صورت د مسکو غونډه د طالبانو لپاره په قطر کې د سیاسي دفتر تر پرانیستلو وروسته دوهمه داسې بریا ګڼل کیږي چې پر هغو ټولو تورونو او نومونو د بطلان کرښه را کاږې کوم چې د امریکایانو لخوا ورباندې ښودل شوي دي.

د مسکو په غونډه کې د طالب استازیو قوي دیپلوماسي او پر ځای استدلال د غونډې برخوال پر دې قانع کړل چې هغوی د امریکايي الزامونو برعکس هم د خپل هیواد د لانجې د معقولې حل لارې ښه اهلیت لري او هم له نړیوالو سره د سازنده تفاهم وړتیا.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

دا ئې لمړئ سياسي څپيړه ده چي څو مخه ئې په ووهل خو امريکا او غلام دولت ئي ډير خوږ کړل. نور وارونه ئې لا پاته دي. چيري دئ لعين بوش چي ويل ئې دا صليبي جګړه ده او په وارو وارو ئي وويل چي مونږټوله نړۍ رهبري کوو ، په حقيقت کې ئې هم ټوله نړۍ رامه کړيوه يوه هم نشو ورته ويلای چي داڅه ليونتوب دي را اخيستی ، ټوله وهم نيولې وه ، دا لعين بوش، لعين بلير او لعين کرزی د خوشحاليه نيژدې و چي والوزي ، لګه درګه وه هري خواته د خوشحالۍ سفرونه وه… نور لوستل »