نړۍ

سوریه: ددرعا ښار یوځل بیا خونړیو مظاهرو وښوراوو.

syria_protests_in_the_recent(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۰۸) سوریه: دسوریی له جنوبي ښار درعا څخه عیني شاهدانو نړیوالو خبري رسنیو ته ويلي دي، چي نن ورځ دجمعي له لمانځه څخه وروسته، په زرهاوو کسان دښار ولارو اوبانډو ته راوتلي وه  اودسوریی دحکومت په خلاف یی شعارونه ورکول، چي وروسته دحکومت له لوري دلاریون کونکو لاره ډبه شوه اودپولیسو اولاریون کونکو ترمنځ اخ اوډب رامنځ ته شواوپولیسو پرهغه لاریوکونکو باندي مخامخ ډزی پیل کړي چا چي د ډیموکراسي په حق کی شعارونه ورکول. ویل کیږي دډزو په نتیجه کی  ۲۳ کسه لاریون کونکي وژل شوی اوزیات شمیر ټپیان شویدی، یو بل لاریون کونکي کس چی ددرعا له ښارڅخه یی دټلفون په لیکه له رسنیوسر خبري کولي زیاته کړه، په زرهاوو لاریون کونکي چي دښار له دری مرکزي جوماتونوڅخه دښار دمرکزي محکمي د ودانئ په لور دمارش په حالت کي وو دپولیسو له لوري یی دوړاندي تګ لاره بنده شوه اودځینی کسانو له لخوا څخه چي شخصي جامي یی په تن وي  پرلاریون کونکو باندي  داوښکو بهونکي ګاز مردکي وویشتل شوي، اولاریون کونکي یی تیت اوپرت کړل، له بله لوري له سوریي څخه ازادو رسنیو خبرورکړیدی چی نني ولسي پاڅون یواځي ددرعاترښاره پوري محدود نه وو بلکه دهیواد په نورو ښارونو کي هم خلګو په لاریونونو لاس پوري کړی وه، ددرعا په ښار کي له وژنو سره سره په ځیني نورو ښارونو کي لکه هومز دوما اوهراستا  کي هم دمرګ ژوبلي خبرورکړشویدي، که څه هم دولتي سرچیني یواځي ددرعا په ښارکي دیوه دولتي کارکونکي اودامبولانس دچلونکي دوژل کیدو خبرتائیده وی، خو ناپیلي اړخونه بیا وایی چي مرګ ژوبله له هغه څخه ډیره زیاته وه کومه چي حکومت ورته اشاره کړیدي، درعا ښار له هغه وخت څخه راپديخوا دمظاهرو مرکز ګرځیدلیدي کله چي دروان کال دمارچ په نیمایی کی دسوریی ولس ددولت په خلاف په مظاهرولاس پوري کړ.

سیاسي شنونکي وایی دسوریی ولسي پاڅون دبشارالاسد یولس کلن واک له سخت ګواښ سره مخ کړیدي، که څه هم بشارالاسد تیره میاشت په هیواد کي دځیني سیاسي اصلاحاتو ژمنه وکړه، خو ولس دبشارالاسد کړي ژمني کافي نه بولي اوپه هیواد کی دسراسري بدلون غوښتنه کوی. ددرعا په ښارکي لاریون کونکو دبشار الاسد دورور باسیل الاسد هغه مجسمه چي له ډبري څخه جوړه شوی وه اودښارپه یوه مرکزي نقطه کی درول شوی وه راوغورځوله اوټوټی ټوټي یی کړه ، تیره میاشت هم په یوه ورته پيښه کي دمظاهره چیانو له لوري دبشارالاسد دپلار حافظ الاسد مجسمه راغورځول شوی اوما ته شوی وه، دښار په یوه بله سیمه کی بیا قهرجنو لاریون کونکو د واکمن ګوند (بحث ګوند) یو سمیز دفتر تربرید لاندی راوستي اوددفتر ودانئ ته یی زیان واړاوه، دولتي تلویژن یوه صحنه لیدونکو ته ښکاره کړه چي هغه کي ددوي په وینا سازش کونکي اوشراچونکي ښکاري چي مخامخ پرولسي وکړو او امنیتي کسانو ډزی کوي.
له بله لوري دهیواد په شمال کي له کرد میشته سیموڅخه هم دمظاهرو اولاریونونوخبرورکړل شویده تیره میاشت دسوریی ولسمشر بشارالاسد دهیواد په شمال کي میشت ترکان دهیواد اصلي اوسیدونکي وبلل او ورته یی دسوریی هیواد ملي شناخت ورکړ، خو مظاهره کونکو دبشارالاسد دپریکړي په خلاف شعارونه ورکول، مونږ دسوریی تابعیت نه بلکه له سوریی څخه مکمله ازادی غواړو، له بلی خوا دحکومت په خلاف دمظاهره کونکو یوه مشر خبري رسنیو ته ویلي چي ددولت په خلاف دولسي پاڅون له پیله بیا تراوسه پوري ۱۳۰ لاریون کونکي وژل شویدي، خو حکومت بیا دوژل کسانو پړه پرمخالفینو وسلوالو اوبهرنیو سازش کونکو وراچوي او وایی چی ځیني بهرنئ سازش کونکي کوښښ کوی ترڅو اوبه خړي کړي اوماهیان پکي ونیسۍ، سوریه دمنځني ختیځ اوشمالی افریقي له هیوادونو څخه یوهغه هیواد دي چي دډیموکرا سي غوښتونکو له لوري له سخت ګواښ سره مخ دي، څه وخت مخکي دمصر اوټونس هیوادونو خلګو وکول شول ترڅو دهیواد ولسمشران له واکه لاس په سر اوتیښتي ته اړکړي.
بخت الرحمن بخت …………………………..نن ټکي اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x