د موسکو په غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د طالب مشر ستانکزی او حاجي دین محمد په منځ کې

د مسکو په کنفرانس کې د سولې عالي شورا د وینا متن

د افغانستان د سولې په اړه د مسکو کنفرانس ته د افغانستان د سولې عالي شورا د پلاوي مشر حاجي عزيزالله دين محمد د وينا متن:

۹ نومبر، ۲۰۱۸- مسکو

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم، اما بعد:

د روسیې د فدراتیف دولت د بهرنيو چارو وزير سرګې لاروف او دسیمې د هېوادونو ډیرو محترمو هئیتونو مشرانو، غړو، د طالبانو محترمو استازو او د کنفرانس ګډونوالو!

خوشاله يم چې نن د افغانستان د سولې او امنيت په اړه يوې ډېرې مهمې ناسته کې ګډون کوو.

د افغانستان د سولې عالي شورا چې د یوه مستقل ارګان په حیث چې زه او زما سره ملګری محترم هیئت یې نماینده ګي کوو د ټول افغانستان څخه د د یو زر او شپږ سوه تنو علماوو، قومي مشرانو ،مدني ټولنو ،ښځو، ځوانانو او د ټولنې د مختلفو اقشارو په غوښتنه جوړ شوی، د سولې لپاره باصلاحيته نماينده ارګان دی. د ملت د اکثريت برخې نماینده ګي پکې وجود لري او نن د افغانستان د خلکو په نمايندګۍ دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره راغلي يو. د روسیې د فدراتیف جمهوریت څخه مننه کوو، چې دا موقع یې برابره کړه چې د سیمې د هېوادونو استازي د افغانانو په شمول دلته سره جرګه شي،او په افغانستان کې د وینې د توییدو د مخنیوي لپاره په لارو چارو غور وکړي.

له ټولو محترمو هئیتونو څخه مننه کوم چې خپل قیمتي وخت یې دې مهمي موضوع ته ورکړ،او اشتراک یې وکړ.

د افغانستان د سولې او ثبات لپاره د سولې عالي شورا د ټولو هغو هلو ځلو چې په سیمه یزه کچه او یا نړیواله کچه کیږي، قدرداني کوي او د مننې تر څنګ د دغسې ناستو د مثبتو او محسوسو نتايجو تر څنګ د شفافيت غوښتنه هم کوو.

په افغانستان کې روانې جګړې د افغانانو ژوند نهايت تريخ کړی او د افغانستان روانې بې ثباتۍ په سيمه او نړۍ هم اغېز کړی. د افغانستان فرد فردد له دغې جګړې ستړی دی. جګړه په افغانستان کې له حده واوښته او د دې هېواد په لکونو خلک يې ووژل. اوس هم هره ورځ زمونږ وطنوال شهيدانېږي. د کونډو شمېر له نيم مليون واوښت. ماشومان مو ښوونځيو ته نشي تللی. په ښارونو کې مو ملکي خلک وژل کېږي او حتا په روغتونونو مو بريدونه کېږي. زمونږ درې نسله په جګړه کې را لوی شو. هغه جګړه چې پرون هم په مونږ تپل شوې وه او نن هم تپل شوې جګړه ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې د باصلاحيته او د خلکو د نماينده ارګان په حيث تل د جګړې د پای ته رسولو لپاره هيڅ راز هڅې نه دي سپمولي او په دې اړه يې په وار وار په حکومت او طالبانو غږ کړی چې د جګړې د بندولو لپاره دې د سياسي حل په تلاش کې شي او ټول هغه مسايل چې اختلافي دي او د جګړې باعث ګرځېدلي، د خبرو په مېز دې بحث پرې وشي. مونږ د پخوا په څېر يو وار بې د دې کنفرانس له لارې له طالبانو او حکومت څخه د بې قيد وشرطه مذاکراتو پېلولو هيله کوو او غوښتنه کوو چې دا کنفرانس دې د طالبانو او د افغانستان د حکومت ترمنځ د مستقيمو مذاکراتو لپاره غږ پورته کړي. هره ستونزه په خبرو حل کېږي او هره جګړه بالاخره په سوله پای مومي. د بهرنيو ځواکونو حضور، طالبان د سياسي پروسې برخه جوړېدل، اوربند اعلانول، د بنديانو ازادول او په اساسي قانون کې له معلومو قانوني لارو تعديل راوستل هغه مسايل دي چې له دې مخکې د افغانستان حکومت ورته رضايت ښودلی. نو په همدې اساس د سولې عالي شورا د دې کنفرانس له محترمو هئيتونو او د طالبانو له محترمو استازوڅخه يو وار بيا هيله کوي چې د جګړې د پېچلتيا او لا ډېرو انساني تلفاتو د مخنيوي په خاطر دې د مستقيمو مذاکراتو او بين الافغاني پروسې لپاره خپل غږ پورته او رضايت وښئي.

مونږ افغانان د ترهه ګرۍ د يوه قرباني ملت په توګه، د سيمې او نړۍ د امن لپاره هره ورځ د خپلو وينو نذرانه وړاندې کوو. تاسې ټولو ته دا ثابته شوې چې افغانانو تر ننه د نړۍ په هيڅ ډول ترهه ګريزه پېښه کې لاس نه دی درلودلی او هيڅکله يې هم د سيمې او نړۍ امن نه دی تخريب کړی. په همدې اساس خپلو ګاونډيانو، د سيمې هېوادونو او نړېوالو ته ډاډ ورکوو چې که په افغانستان کې سوله راشي، د نړېوال امن او ثبات لپاره به لا ډېر پراخ رول ادا کړو. مونږ په اسيا کې د مثبت رقابت، د ملتونو د هوساينې، سوداګرۍ او ښو اړيکو غوښتونکي يو.

د افغانستان جګړه نه يوازې افغانستان بلکې د سيمې ټولو هېوادونو ته ګواښ دی. که خدای مکړه دا جګړه لا نوره هم اوږده شي، نو وېره ده چې له فرصت څخه په استفادې نړېوالې ترهه ګرې ډلې يو ځل بيا افغانستان ته راشي او د سيمې او نړېوال امنيت ته جدي ګواښونه متوجه کړي. د همدغو ګواښونو او خطرونو د مخنيوي لپاره نن دلته را ټول شوي يو او بايد دا کنفرانس د افغانستان خلکو ته د سولې يو محسوس او مثبت پيغام له ځانه سره ولېږدوي.

مونږ هيچا ته اجازه نه ورکوو چې د سيمه ايزو او نړېوالو منفي رقابتونو له امله د افغانستان جګړې ته لمن ووهي.

مونږ نغواړو چې نور جنګ دوام وکړي او افغانستان، زمونږ ګاونډيان او د سيمې هېوادونه د اور په لمبو کې ونغاړل شي. که خدای مکړه وضعيت تر دغې کچې خراب شو، نو مهارول او د هغه اور مړه کول به زمونږ تاسې له وسه وځي.

په افغانستان کې زمونږ د خلکو تلفات په اوسط ډول له ۱۰۰ تنو اوړي، چې اکثريت يې ملکي وګړي دي. فقر، بېکاري، زده کړو او روغتيا ته نه لاسرسی زمونږ خلک مجبوروي چې نورو هېوادونو ته مهاجرتونه وکړي او د نورو هېوادونو د اوږو بار جوړېږي. د نړۍ افراطي ډلې له موجوده وضعيت څخه په ګټه اخيستو هڅه کوي چې افغانستان کې ځالې وکړي او دغه اور پراخ کړي.

بناَء د افغانستان خلک ستاسې د مخلصانه همکاريو او د سولې د نويد په تمه دي. نو بايد د افغانانو تر منځ د خپل منځ اختلافاتو ختمولو لپاره په پراخ ډول مخلصانه، عملي او شفافې هڅې وشي. د سيمه ايزو رقابتونو ور اخوا دې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ مستقيمو مذاکراتو ته زمينه برابره کړای شي. ټول اختلافي مسايل بايد د جنګ او وينې تويدنې له لارې نه بلکې له سياسي او مذاکراتي لارو حل شي. د افغانستان امن، په ټوله مانا د سيمې امن او سوکالي ده. راځئ چې په ګډه سره دغه ارمان ته و رسېږو او اسيا يو ځل بيا د جګړې د ميدان په ځای د سولې، انسانيت، پرمختګ او سوکالۍ سيمه وګرځوو.

په پای کې يو ځل بيا د روسيې فدارتيف دولت څخه د زړه له تله مننه کوو چې دا کنفرانس يې جوړ کړی او ستاسې ټولو درنو هئيتونو له ګډون څخه هم نړۍ مننه.

د سولې په هيله

avatar
10 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د دې دواړو خواوو يعنې د امريکا د بنده ګانو او د پاک الله(ج) د بندګانو په ويناوو کې څومره ډير توير شته ، د ټرمپ بنده ګان لکه ګيدړه او چغال چي په يوه سوړه کي پټ وي له وهمه سمه خبره هم نشې کولای ، بل لوريته د الله(ج) بنده ګان لکه زمريان پر غونډۍ ورته ولاړ او په وچ زور خپل حقونه خپلول غواړي.

مولوی احمد
میلمه
مولوی احمد

داد صلحی شورا زانتہ یومستقل نہاد معرفی کہ یی او بیا دا دعوا ھم لری چہ مونژ باصلاحیت ھم یو ھغہ خواتہ افغان حکومت وایی دازموژ نمایندہ گی نہ کہ یی او اکثریت خلک او ملت دحکومت سرہ ولاڑ دی. نو بالفرض دغہ زہ طالب :نو سنگہ دغہ شورا او یا دا حکومت سرہ خبروتہ کینم اصلی خبرہ دادہ چہ دوی مستقل ندی تنخاخوران د یہودو دی پہ تش دعوا دا معاملہ نشی حل کیدی زانونہ دغلامی نہ وباسی دیہودو پہ مخ ھم لاڑے تو کہ یی او د آی اس آی پہ مخ ھم بیا کار جوڑیگی

لونګ
میلمه
لونګ

د سولی شورا جنګ نغواړی، طالبان جنګ نغواړی، نو دا څوک دی چه وطن یی په سرو لمبو اجولی ده؟ تاسو چه جنګ نعغواړی بیا نو ولی یو بل زغملی نشی، ولی یو بل ته د ورور ګلوی لاسونه نه ورکړي. دواړه د پردیو جاسوسان یی، دواړه د پردیو غلامان یی الله مو دواړه تباه کړه.

نورمحمد تره کی
میلمه
نورمحمد تره کی

هیواد والو.څلویښت کاله پخوا ما درته نعری وهلی چه،روس زموږ ښه دوست دی،اما هغه وخت ملایانو نه منله،جنګ یی شروع کړ،لس میلونه افغانان په جنګ کی سټ شول.نو دا اوس یی ولی ومنله؟اخر زما خبری ته راغله،مسکو کی یی مرکی جرګی وکړلی،خلقیانو ملګریو زما ارمانونه نور هم پوره کړی،

حفیظ الله،امین
میلمه
حفیظ الله،امین

ملګریه تره کی صاحب ښه راغلاست،اول بخښنه غواړم چه ته می د یوه بالښت په واسطه مړ کړلی،اوس باید دا درته واضح کړم،چه ستا مرګ فکر کوم ګلونه له مسکو څخه راوړی،ستا افادار شاګرد امین

څارګر افغان
میلمه
څارګر افغان

ولی د جنګ او اشعال خاتمی لپاره د جنګ او اشعال بنیادګر ته ګوته نه نیول کیږی د کومی له وجی چی شپه او ورځ ښځی او ماشومان شهیدانیږی د شهیدانو شمیر لسو لاکو ته ورسیده او لا جنګ او اشعال ښه په درز کی روان دی،افغانستان یی لوټی لوټی کړ هر فرد یی غمجن او دردمند کړ. ولی د ریښتونی او تلپاتی سولی (اشعال خاتمی) لپاره اسلامی او افغانی غیرت او احساس نلرو؟ کومو مادیاتو مو سترګی ړاندی غوږونه کاڼه او ژبه ګونګه کړیده؟؟؟ د الله نا وډار شی په افغان مظلوم ولس نوره رحم وکړی د الله حضور… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ښاغلی تره کی صاحب! فقط پر توحید او نبوت او معاد ټینګ ایمان د زمان لوبو ته نه تسلیمېږی نور هر څه د زمان د لېونیو او مستو څپو فرمان ته سر ټیټوونکی دی. ښاغلی تره کی! ستا اکثره شاګردان نن ورځ د همهغه مسکو دښمنان دی کوم چه یو وخت ستا د هیلو قبله وه او نن ستا اکثره شاګردان د هغو اربابانو په پښو کی لغړی کوم چه تا یوه ورځ امپریالیسټان بلل. محترم تره کی! هیله لرم تر هغه مړ نه شم څو د خپل ډنګر او ستړی او یتیم قلم د ارمان او آه او فریاد… نور لوستل »

Ahmad
میلمه
Ahmad

دا نکته په یاد وساتی چی افغان حکومت په حقیقت کی د اوسنی جګړی برخه ده او طرف نه شی ګڼل کیدای دا ځکه چی اوسنی نظام شتون نه لره چی آمریکا په افغانستان حمله وکړه او بیا یی دغه اوسنی حکومت را منځنته کړه او په هغه وخت کی د جګړی پیلونکی او د مظلومو مسلمانانو د تورو تمبو شا ته اچوونکی او په مظلوم ملت بم غورځونکی او د دغه مظلوم ملت وینه تویونکی په مجموعو کی د افغانستان ځمکه او فضا اشغالونکی همدغه آمریکا وه نو اوس باید خبری له همدوی سره وشی چی د ننی جنګ… نور لوستل »

ببرک کارمل
میلمه
ببرک کارمل

ستاسی له نورمحمد ترکی او حفیظ الله امین له جنګو مونږ ببرک کارمل او بیا نحیب ګټه پورته کړه یعنی د افغانستان په ریسانو کی مو نوم ثبت شو زه په خپل مرګ مړ شوم د نجبب او ستاسی په ښان ډير بدمرغه نه ووم ، نجیب خو نشته ستاسی دواړو څّه حال دی اوس مو عقل ځآی ته راغلی که هماغی خره یاست راځی چه اوس هغه ټولی هیری کړو او نوی ژوند شروع کړو او نورو ته وخت ورکړو او مونږ یی تری زده کړو

نورمحمد،تره کی
میلمه
نورمحمد،تره کی

ملګریه کارمل ،تا روسان راوستل ،خو زه د روسانو راوستلو ګرفدار نه وم.نه غل وم نه وطن پلرونکی،یوه افغانی می هم نه ده پټه کړی،ته اوس د دنور اسلامی ګوندونو مشران ګوره چه څومره غله یی کړی ده،

غوربندي
میلمه
غوربندي

بدمرغو کمونستانو هر یو کارمل او ترکی تاسو زمونږ په هېواد کې د ټولو بدمرغیو جرړې یاست تاسو د خدای تعالی سرسخت دښمنان وی د شوروي اتحاد په زور داسې مست وی چې حتی خپله خور او مور مو هم نه پېژندل، تر ټولو بد مو هم دا چې د شوروي اتحاد له شرمېدلي اضمحلال او ماتې مو عبرت وانه خیست، خاینو جهادي رهبرانو د ملت د غوښتنو خلاف تاسو ته ستاسو جنایات وبښل خو تاسو توبه ونه ایستل بلکه د امریکایي اشغالګرو په لمن کې مو خپلو جنایاتو ته تر نن ورځې ادامه ورکړې او لا هم د مظلوم… نور لوستل »

کارمل کرزی
میلمه
کارمل کرزی

غوربندی صاحب سلامونه مونږ که د روسانو او امریکایانو ځنځیری غلامان په دی وو چه اسلامی اګاهی مو نه درلودله د روسانو او امریکایانو مالی پیرزونی راناندی کولی او مونږ په افراطی عیاشیو او فحاشیو کی چه څه فکر کوی نازولو ، لنډا دا چه وحشیان وو دروغ ، غلا او درغلنو راته جرم نه بلکه ابتکار او هنر ځلولی وو او…. مګر ستاسی جهادی رهبران ، چه د کابل پوهنتون له شرعیاتو فارغ شوی چا د مصر د الاضهر او چا د مدینی او مکلی معظمی څخه ماستری او دکتوری ترلاسه کړی وی د پوهنتون استادان او د جهادی… نور لوستل »