
د مسکو د ناستې پایله، د طالب او حکومت لپاره…!!
موسی فرهاد
پرون د روسیې پلازمېنه مسکو کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ په نوم هغه یوه ورځنۍ غونډه دایره او بیا پای ته ورسیده چې له ډېري مودې راهیسي یې د نړیوالي او کورنۍ میډیا پام ځان ته ور اړولی و.
د افغانستان په اړه تر دې وړاندي هم د نړۍ او سیمي په نورو هیوادونو کې بیلابیلې غونډي جوړي شوي وي، خو دومره مهمي ځکه نه ګڼل کیدي چې یو خو پکي د افغان قضیې اصلي لوري لکه طالبان، امریکا او د کابل حکومت استاځي په یو وخت نه وو راغونډ شوي،
دویم دا چې روسیه د نورو هیوادونو په نسبت په سیمه، خصوصاً د افغانستان په برخه کې، دا مهال د امریکا سوړ خو مستقیم حریف ګڼل کیږي.
درېیم دا چې د مسکو په غونډه کې له ګډون څخه د امریکا بیا بیا انکار او بیا ورتګ، همدارنګه د کابل د حکومت متزلزل دریځ او بالاخر غیر رسمي استاځي ورلیږلو نوره هم دا غونډه مهمه کړه، شنونکي یې نور هم په دې متیقین کړل چې د مسکو غونډه د طالب لوري په سیاسي تفوق او د جانب مقابل (امریکا او کابل اداره) په سیاسي انزوا تمامیدای شي، ځکه یې هغوی په اړه زړه نا زړه توب ښيي.
پرون چې کله دا غونډه پای ته ورسیده او طالبانو پکي خپل نظر په ښه ډا ډ سره نړیوالو ته ورساوه ، له هغه وروسته یې خبري کنفرانسونه ورکړل، چې دا پس له 17 کالو یو ډېر نوی پرمختګ و، د توقع خلاف یې د نړیوالو توجه جلب کړه او جانب مقابل ته یې د خلکو متوجه کیدل تر سیوري لاندي راوستل.
هغه مهم ټکی چې دواړه لوري یې له ډېري مودې راهیسي د ګټلو او خپلولو په لټه کې وو؛ هغه د مسکو په غونډه کې په کلي ډول طالبانو خپل کړ، هغه دا وو:
څرنګه چې د ټرمپ په مشرۍ امریکا کې په عمومي ډول د افغانستان د قضیې د سیاسي او مذاکراتي حل رجحان د پخوا په پرتله ډېر زیات شوی، د ټرمپ اوسنۍ جنګي تګلاره هم فقط د دې لپاره وه چې له طالبانو سره په راتلونکي سیاسي حل کې خپل موقف لوړ وساتلای شي؛ له همدې امله یې یوځل بیا پر جنګ او بمبار غزولو د مجبورۍ پریکړه وکړه.
د کابل ادارې هم پخپل ټول وس او توان سره په جنګي وحشت کې له امریکا سره لاس وکړ، د خپلو عسکري تلفاتو ورکولو ترڅنګ يې ولس هم ډېرزیات په بمباریو او شپنیو عملیاتو کې تلف کړ. پرلتونه، نور ټولنیز، سیاسي او مذهبي فشارونه یې په ډېر زور سره وکارول ترڅو په مذاکراتي میدان کې دوی دواړه له طالبانو څخه میدان وګټي او خپل سیاسي موقف غښتلی ثابت کړي.
خو طالبانو پخپل بې ساري جنګي مقاومت سره د ټرمپ ستراتیژي په جنګي لحاظ داسي بې اغیزي کړه چې بالاخره امریکا پخپله د کابل ادارې پرته له طالبانو سره مذاکراتو ته را وړاندي شوه.
امریکا او افغان حکومت دا هرڅه د دې لپاره وکړل چې په سیاسي ډګر کې خپل موقف د نړۍ په وړاندي غښتلی وښيي او طالبان اړ باسي چې په کمزوري موقف سره هسي یوې معاملې ته تیار شي.
دا چې په پرونۍ ناسته کې طالبانو پرېکنده خبري وکړي، نړیوالو ته یې خپل موقف په ډاګه څرګند کړ چې د امریکایانو له وتلو پرته مسئله نشي حل کیدای، همدارنګه یې ډاډ ورکړ چې د امریکا له وتلو وروسته له افغانانو سره روغه جوړه کیدلای شي، او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره به ښې اړیکې ولري او د افغانستان خاوره به بیا هیڅکله د چا پرضد نه کاروله کیږي.
برعکس د امریکا د نماینده، نه چا څرګند موقف واورید او نه یې د افغان حکومت غیر رسمي ټیټ رتبه استاځو ته څه توجه وکړه.
دې ټکي د طالبانو سیاسي موقف غښتلی کړ او غوښنه سیاسي او تبلیغاتي ګټه یې ترلاسه کړه ، دنیاوالو ته یې په ډېر ډاډ سره وویل چې امریکایي تجاوز د افغانستان او سیمي آساسي جرړه ده او هغه حکومت چې د امریکا په ملاتړ رامنځ ته شوی، له افغان وژني، فساد، قاچاق، غلا، مخدرات، لاقانونیت او نورو… نادودو پرته بل کار نلري، هرڅه له همدې ادارې سره تړلي دي، طالبانو وویل چې هیڅکله دا حکومت د افغانستان نماینده اداره نشي ګڼلای.
لنډه دا هغه ګول چې امریکا+کابل ادارې یې د وهلو ډېره هڅه کوله؛ (او هغه وو د سیاسي حل په ډګر کې د غښتلي او پیاوړي موقف خپلول)؛ هغه طالبانو د مسکو په پرونۍ غونډه کې ترډېره حده پخپله ګټه وواهه.
په عین حال کې روسانو هم د طالبانو د قوي ديپلوماتیکي نمایندګۍ په حاضرولو سره په افغان قضیه کې خپل رول ښه وځلا وه، او دا چې طالب استاځو د روسانو له سیاسي سټیجه امریکا ته د افغانستان پریښودلو څرګند پیغام واوراوه، او افغانانو ته یې د افغانستان د سیاسي راتلونکي، عام المنفعه پروژو، تعلیم، بشري او ښځینه حقوقو او نورو مشترکو مسائلو په اړه ښه مثبته او هیله بښونکي اجنډا وړاندي کړه؛ په دې سره یې په هیوادوالو کې ډېري هیلي را وټوکولي. او خلکو ته یې د خپل راتلونکي په اړه مثبت امیدونه نور هم ور زیات کړل. دا هغه سیاسي ګول و چې طالبانو د مسکو په پرونۍ لوبه کې د صفر په مقابل کې د ځان په ګټه وواهه.
پای
2018 – نومبر 10
په مسکو کی غونډه وشوه،دخلقیانو،پرچمیانو او د تره کی ،امین،کارمل،نجیب هم همدا ارمان وه، د دوی ارامان پوره شو.اوس به دوی په ارام په قبر کی څملی،
اتڼچيان خو ډير بيداره وې ، ته لکه چي تراوسه نه ئې پخبرچي کمونيزم همدا غيرتې مجاهدينو له نړۍ نه مهوه کړ ، که اوس همدغه مرتدين چي ته وای ارمان ئې پوره شو له قبره راوباسې او د مسکو غونډه وروښېې بيرته به ځانونه ووژنې، چي دا څه حال دئ د کمونيزم په مرکز مسکو کې هغه افغان مجاهدين چي د دوې ايډيالوژې ئې له مځکې ورکه کړه د دوې د رهبر لنين کبير(ذليل) په مرکزکې په لوړ سر د آزادۍ او اسلامي نظام نارې وهې. د افغان مجاهد زوربه نړيوالوته نورهم ښه ور معلوم شي ، لکه شهيد… نور لوستل »
حاجي اتانچي صاحب
هسی خلک په ځان مه خندوۍ.
د مسکو غونډه د کمونستانو حکومت پایله
د اټنچی دا خبره چه [ په مسکو کی غونډه وشوه،دخلقیانو،پرچمیانو او د تره کی ،امین،کارمل،نجیب هم همدا ارمان وه…] په لندن ، باریس ، بروکسل او سعودی او نورو غلامو هیوادو کی چه د نړیوال استعمار له خوا او په قومانده یی غونډی کیږی سره ډیر ورته والی لری. د نشنلستانو ، سکولریستانو،اخوانیانو او کمونستانو ارمانونه او هیلی پکی برااورده کیږیاوس هماغه کمونستان چه پرون یی امریکا ته امپریالیزم ویلو نن ورته لنګه غوا ده اشرف غنی او داکتر کوچی د نجیب همفکره او د کورنی غړی دی ګوډ شیطان ( اتمر ) ،علومی ،تهانی او داسی نور تاسی… نور لوستل »
اتاڼچی او ډولچی د خپلو شپو ندی، مفکوره یی حلقی پرچمی ده. نن ټکی اسیا د قدرمندو او محترمو مبصرینو یوازنی سایټ دی. ډولچیانو پکی لږ ګیس جوړ کړیدی امید لرم چی د دوی اسلام ضد او مسلمان ضد تبصری ته اجازت ورنکړل شی. په غټو ټکو او تنبیه سره د اصلاح پیغام ورکړل شی.
څارګر افغان صاحب.که چیری پاسنی برخه لږ څه په غور سره ولولی.نو نڼ.اسیا ،په واضح ډول لیکلی چه .په بحث کی ګډون وکړه.ایا ته د دی په معنی پوهیږی؟نو زه به یی لږ درته واضح کړم،دا په معنی د دعوت دی،هر څوک ،تور ،سپین،ډم،اتنچی،دانسر،داکتر،مامور. ملا،دراییور کولای شی چه بحث کی ګډون وکړی،بل دا چه ڼن،اسیا ،پاسنی برخه وګوره ،لیکلی یی دی ازاده په هیڅ چا پوری تړلی نه ده،بل دا چه یوه ویب پاڼه دټولو لپاره ده،دڅو شخصی کسانو لپاره نه ده،دا ویب پاڼه د ستا څخه هوښیار چلونکی لری،هر څه له خپل نظر څخه تیروی،ته فقط د مبصرینو تبصری… نور لوستل »
زموږ دردېدلی وولس ته تر هر څه مخکی سوله او آرامی لومړیتوب لری، مهمه نده چه څنګه او چیری او د چا لخوا د رښتینی سولی پروسه په خپل اصلی مدار کی ځای ونیسی. بلی، زما په عقیده نه مسکو د څلوېښت کاله مخکی مسکو دی او نه واشنګټن د څلوېښت کاله مخکی واشنګټن دی بناً د افغان وګړی وګړی ته هم ښائي چه څلوېښت کاله مخکی غوندی افغان وګړی نه وی. امریکایانو څلوېښت کاله مخکی د کمونیزم د پراختیا د مخنیوی پخاطر په هالیووډ کی د رسالة پنوم مذهبی فلم تولید کړ. او شورویانو څلوېښت کاله مخکی د مذهب… نور لوستل »