
د کاڼي کرښې (درویشتمه برخه)
مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)
۱. من حُسنِ إسلامِ المرءِ تَركهُ ما لا يُعنيهِ . سنن الترمذي
ترجمه : د یو سړي د ښه اسلام څخه داده چې هغه کارونه پریږدي چې تر ده پورې اړه نه لري .
۲.ان الله تعالى يبسط يداه بالليل ليتوب مسئ النهار. ويبسط يداه بالنهار ليتوب مسئ الليل حتى تطلع الشمس من مغربها. صحیح مسلم
ترجمه : بېشکه الله تعالی را اوږدوي خپل لاس مبارک (چې کفیفیة یې مونږ ته معلوم نه دی) د شپې چې هغه کس توبه وباسي چې د ورځې یې ګناه کړې وي او خپل لاس د ورځې را اوږدوي چې د شپې ګناه کوونکی توبه وباسي تردې چې لمر له مغرب څخه را پورته شي (قیامت شي) .
۳. إِذَا شَرِبَ الْكَلْبُ فِي إِنَاءِ أَحَدِكُمْ فَلْيَغْسِلْهُ سَبْعًا. صحیح البخاري
ترجمه: کله چې سپی ستاسې د یو کس په لوښي کې څښاک وکوي نو هغه د بیا اوه ځله ووینځي .
۴. من دل على خير فله مثل أجر فاعله . صحیح مسلم
ترجمه : چا چې چاته د نیکي کار ور وښود ده ته دومره ثواب ورکول کیږي لکه چا چې دغه نیک کار کړی وی .
۵. البر حسن الخلق، والاثم ما حاك في نفسك وكرهت أن يطلع الناس عليه. سنن الترمذي
ترجمه : نیکي نېک ا خلاق دي او ګناه هغه ده چې ستا په سینه کې ورڅخه تکلیف او حرج پیدا شي او تا بده ګڼله چې پدې باندې خلک خبر شي .
۶. إذا أحب أحدكم أخاه فليعلمه إياه . سنن الترمذي
ترجمه : په تاسې کې چې چا له خپل ورور سره مینه کوله نو هغه د خبر کړي (هغه ته د ووایي چې ته را باندې ګران یې) .
۷. إذا كانتْ أُمراؤُكُم خياركُم وأغنياؤُكُم سُمحاءَكُم وأُمورَكُم شُورى بينكُم فظهرُ الأرضِ خيرٌ لكُم من بَطنِها وإذا كانتْ أمراؤُكُم شِرارَكُم وأغنياؤُكُم بخلاءَكُم وأمورَكُم إلى نسائِكُمْ فبطنُ الأرضِ خيرٌ لكُم من ظهرِها. سنن الترمذي
ترجمه : کله چې ستاسې مشران ستاسې غوره خلک وي ، ستاسې مالداران خلک سخیان وي ، ستاسې کارونه ستاسې په مینځ کې په مشوره کیږي نو د زمکې مخ ستاسې لپاره د زمکې د ګېډې نه غوره دی او کله چې ستاسې مشران ستاسې بد خلک وي ، ستاسې مالداران خلک بخیلان وي او ستاسې د کارونو فیصلې ښځې کوي نو بیا د زمکې ګېډه ستاسې لپاره د زمکې تر مخ غوره ده .
۸. فَإِذَا ضُيِّعَتِ الأَمَانَةُ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ. صحیح البخاري
ترجمه : کله چې په امانت کې خیانت وشو نو بیا د قیامت انتظارکوه (دا د قیامت یوه نښه ده چې خلک به د امانت ساتنه نه کوي) .
۹. حضرت ابو هریره رضی الله عنه فرمایی : أمرنا رسول اللّه صلى اللّه عليه وسلم أن نحثو في أفواه المداحين التراب. سنن الترمذي
ترجمه : مونږ ته رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی دی چې د هغه کسانو په خوله کې خاورې ور واچوو چې زمونږ صفت کوي .
۱۰. كان النبي صلى اللّه عليه وسلم لا يدخر شيئا لغد . سنن الترمذي
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم به هېڅ شی د صبا لپاره نه ذخیره کول .