نړۍ

امريکا: د يمن جګړه کې پر سعودي او اماراتو د سون توکو مرستې دروو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا دفاع وزير جيمس مټیس ويلي، له متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان سره يې د ګډې هوکړې له مخې پرېکړه کړې، چې د يمن جګړه کې سعودي او اماراتي الوتکو ته په هوا کې د تېلو ورکولو تړون لغوه کړي.

د امريکا دفاع وزير زياته کړې، چې هېواد به يې له سعودي او اماراتو سره ګډو هڅو ته دوام ورکړي، تر څو د يمن جګړه کې د ملکيانو مرګ ژوبله راکمه شي او مجبوره خلکو ته په اسانه مرستې ورسول شي.

مټيس وايي، واشنګټن د يمن قانوني پوځ په جوړولو مرسته کوي، تر څو وکولی شي، د يمن د سرحدونو د دفاغ سربېره د القاعده او داعش پر ضد مبارزه هم روانه وساتي.

عربي اتحاد هم وايي، چې دوی خپل هوايي عمليات قوي کړي او نور په هوا کې خپلو الوتکو ته د تېل اچولو لپاره د امریکا مرستې ته اړ نه دي.

امريکا او عربي اتحاد په هوا کې الوتکو ته د تېلو ورکولو دا قراداد په داسې حال کې لغوه کوي، چې امريکايي رسنيو د سپينې ماڼۍ د چارواکو له خولې ليکلي، د ټرمپ اداره د يمن جګړې ته زړه تنګې شوې او د سعودي په مشرۍ يې له عربي ايتلاف څخه غوښتي، چې د يمن جګړه پای ته ورسوي او له مخالفو وسله والو سره د سولې خبرې پيل کړي.

توندې نيوکې:

د امريکا ديموکراتانو اوجمهوري پلوو پر امريکايي حکومت نيوکې کړي، چې پر سعودي د وسلو پلورلو تړون لغوه او عربي ايتلاف سره لوجسټيکي مرستې هم وځنډوي.

واشنګټن پوسټ د امریکا د مشرانو جرګې د يو شمېر غړو له خولې ليکلي و، چې  حکومت دې د يمن جګړې په اړه له سعودي سره مرستې بندې کړي.

څو ورځې وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او دفاع وزير جيمس مټیس په واشنګټن کې يوې ناستې ته د وينا پر مهال پر سعودي غږ کړی و، چې د يمن جګړه پای ته ورسوي او په يوه مياشت کې له مخالفينو سره د خبرو لړۍ پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

اې د سعودی سلفی حاکمانو او مُلایانو او اې د عربی امارات ماسونری او کافرو حاکمانو!
د یمن مظلوم وولس شاید تر دې هم نور وځپل شی او حتی نابود شی خو تاسی باید دا حقیقت ومنۍ چه ځای مو د نړیوالو ملاتړو په ګډون همهغه د ابولهب او ابوجهل تر څنګ سوځېدونکی جهنم دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x