نړۍ

کليفورنيا کې اور نهه کسان وژلي، زرګونه کورونه يې ويجاړ کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د امريکا په کليفورنيا ايالت کې د اور لګېدو له امله تر اوسه د نهو کسانو د وژل کېدو او له شپږ زرو زياتو کورونو د ويجاړېدو راپورونه ترلاسه شوي دي.

کليفورنيا ايالت کې له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې د اور لګېدو په دې په پېښه کې د هالي ووډ د کارکوونکو سربېره يو لک او پنځوس زره کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

سي ان ان امريکايي تلويزيون وايي، چې  د کليفورنيا په درې ځنګلي سيمو کې ژبغړاندی اور لګېدلی، په ډېره توندۍ د اوسېدونکو سيمو پر لور روان دی او چارواکي يې تر اوسه په قابو کولو نه دي توانېدلي.

د شمالي کليفورنيا په کوري هونيا سيمه کې د خطرناک اور له امله د سيمې نوي سلنه کورونه سوځيدلي، چې له امله يې  نهه کسان وژل شوي او ۳۵ نور لادرکه دي.

د همدې ايالت په پيراډايز سيمه کې ۲۶ زره کسان په بېړنۍ توګه خوندي سيمو ته لېږدول شوي او دغه ښار په بشپړه توګه د اور خوراک شوی دی.

تر اوسه زرګونه کورونه، ښوونځي او روغتونونه د اور له امله ويجاړ شوي دي.

د ټولنيزو رسنيو فعالان د لګېدلي اور ويډيوګانې او انځورونه خپروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

حجة الله، صبغة الله،مکرالله.
ولی دا ډول پېښی د شیطانی تکبر د تضعیف سبب نه ګرځی؟
کومه ده هغه تکنولوژی چه دا د هالیووډ د کورونو د هډوکو د ایرې کېدو مخه ونیسی؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x