
د کاڼي کرښې (څلور ویشتمه برخه)
مولوی فضل ربی (کوه صافی وال)
۱. الدُّنيا سجنُ المؤمنِ وجنَّةُ الكافرِ . سنن الترمذي
ترجمه : دنیا د مؤمن لپاره بندي خانه او د کافر لپاره جنت دی .
۲.لو كانتْ الدُّنيا تعدلُ عندَ اللهِ جَناحَ بعوضةٍ ما سقَى كافراً منها شربَةَ ماءٍ. سنن الترمذی
ترجمه : که چېرته ددې ټولې دنیا اهمیت د الله تعالی په وړاندې د میاسې د یوه وزر په اندازه وای نو کافر ته به یې ورڅخه یو غړپ اوبه هم نه وای ورکړې (خو کافر ته چې ورڅخه نعمتونه ورکوي دا ځکه چې د الله تعالی په وړاندې کوم اهمیت نه لري) .
۳. ويلٌ للذي يحدِّثُ بالحديثِ ليُضحكَ بهِ القومَ فيكذِبُ ويلٌ لهُ ويلٌ لهُ . سنن الترمذي
ترجمه : هلاکت دی د هغه چا لپاره چې یوه خبره کوي ددې لپاره چې خلک ورپورې وخندوي نو د رواغ وايي د هغه لپاره هلاکت دی د هغه لپاره هلاکت دی .
۴. لو تعلمونَ ما أعلمُ لضحِكتُمْ قليلاً ولبكِيتُم كثيراً . سنن الترمذي
ترجمه : که تاسې په هغه څه پوهېدلی چې زه ورباندې پوهېږم نو تاسې به لږ خندلي وو او ډېر به مو ژړلي وو .
۵. اتَّقِ المحارمَ تكنْ أعبَدَ النَّاسِ وارضَ بما قَسَمَ اللهُ لكَ تكنْ أغنى النَّاسِ وأحسِنْ إلى جاركَ تكنْ مؤمناً وأحبَّ للنَّاسِ ما تحبُّ لنفسكَ تكنْ مسلماً ولا تُكثرِ الضَّحكَ فإنَّ كثرَةَ الضَّحكِ تُميتُ القلبَ . سنن الترمذي
ترجمه : له ناروا څخه ځان وساته ته به په خلکو کې ښه او ډېر عبادت کوونکې وې ، کوم شی چې الله تعالی درکړي دي په هغه باندې راضي اوسه ته به په ټولو خلکو کې مالدار وې ، له خپل ګاونډي سره نیکي کوه ته به مؤمن وې ، د خلکو لپاره هغه څه خوښوه چې ته یې د ځان لپاره خوښوې ته به مسلمان وې ، ډېر مه خانده ځکه ډېره خندا زړه وژني .
۶. لا تَكْذِبُوا عَلَيَّ فَإِنَّهُ مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ فَلْيَلِجِ النَّارَ. صحیح البخاري
ترجمه : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : په ما پورې درواغ مه وایاست بېشکه چې څوک په ما پورې درواغ ووايي هغه به اور ته ننوزي .
۷. من نزل منزلا ثم قال أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق لم يضره شيء حتى يرتحل من منزله ذلك. صحیح مسلم
ترجمه : څوک چې په یو ځای کې دمه شي او هلته ووايي : أعوذ بكلمات الله التامات من شر ما خلق نو هلته ده ته هېڅ شی ضرر نشي رسولی تردې چې له هغه ځایه دی روان شي .
۸. يدخل الفقراء الجنة قبل الأغنياء بخمسمائة عام نصف يوم . سنن الترمذي
ترجمه : فقیران به جنت ته له مالدارانو څخه پنځه سوه کاله مخکې داخلیږي چې دا به په آخرت کې نیمه ورځ وي .
۹. يتبع الميت ثلاث فيرجع اثنان ويبقى واحد يتبعه أهله وماله وعمله، فيرجع أهله وماله ويبقى عمله. سنن الترمذي
ترجمه : له مړي سره دری شیان ځي دوه ورڅخه بېرته را ګرځي او یو ورسره پاتې کیږي ورسره ځي د هغه اهل او د هغه مال او د هغه عمل نو اهل او مال ورڅخه را ګرځي عمل یې ورسره پاتې کیږي .
۱۰. المرء مع من أحب وله ما اكتسب . سنن الترمذي
ترجمه : یو سړی به له هغه چا سره وی چې دده خوښ وي او دده لپاره به هغه څه وي چې ده کړي وي .