افغانستان

هرات: چاودنه کې د کوهسان ولسوال ووژل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۷ل): د هرات ولايت کوهسان ولسوالۍ په ودانۍ کې دننه څو شيبې وړاندې يوه زوروره چاودنه وشوه چې له امله یې د کسهان ولسوالۍ ولسوال وژل شوی.

د هرات د والي ویاند چاودنه تائيد کړه او ويې ویل چې په دې چاودنه کې د کوهسان ولسوالۍ ولسوال حاجي امير وژل شوی دی.

د والي وياند جيلاني فرهاد وويل چې په دې پيښه کې دوه تنه نور ټپيان شوي هم دي.

کوهسان د هرات يوه نسبتاً نا امنه ولسوالي ده چې وخت په وخت ورڅخه د جګړو خبرونه ورکول کيږي.

تر اوسه ددې چاودنې مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x