افغانستان

پکتيا کې د بې پيلوټه الوتکې برید پنځه ملکيان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): د پکتيا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د ملکي خلکو پر سراچه ډولي موټر د بې پيلوټه الوتکې برید شوی، چې له امله يې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي دي.

د محمد الياس په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي نن ټکی اسيا ته ويلي، د ځاځي اريوب په خوزې خيلو سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په برید کې د موټر چلوونکي سربېره یو سړی، يو ماشوم او دوه مېرمنې وژل شوي دي.

حکومت او  بهرنيو پوځيانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو دا برید  په داسې حال کې شوی، چې د روان کال له پيله په هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله ډېره شوې او دغه پېښې ورځ تر بلې مخ  پر زياتېدو دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x