
سولې شورا: په لنډ وخت کې طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی ټاکو
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): په مسکو کې د افغانستان سولې په اړه د روسيې په کوربهتوب له ناستې يوه ورځ وروسته د ګډ حکومت د سولې عالي شورا ويلي، په لنډ وخت کې له طالبانو سره د خبرو لپاره پلاوی ټاکي.
د سولې عالي شورا دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې تېره ورځ د طالبانو د سياسي دفتر مشر شېر محمد عباس ستانکزي په مسکو کې رسنيو ته وويل، چې د افغانستان کړکېچ د بهرنۍ برخې د پای ته رسولو لپاره لومړی له امریکا سره خبرې کوي او تر څو، چې امریکا سره خبره نه وي شوي، له افغان اړخ سره خبرې نه کوي.
د سولې عالي شورا غړی عبدالرحيم بيګ وايي، «موږ تياری کوو، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره باصلاحيته او مناسب پلاوی وټاکو چې له طالبانو سره ګټورې خبرې وکړي.»
د سولې عالي شورا دا وړانديز په داسې حال کې کړی، چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت خاص استازي زلمي خليلزاد يو ځل به د افغانستان، پاکستان، متحده عربي اماراتو او قطر سفر پيل کړی دی.
خلیلزاد د ګډ حکومت له اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.
د اجرائيه رياست د وياند مرستیال اميد ميثم په کابل کې رسنيو ته وويل، چې اجرائيه رئیس د خليلزاد سفر د سيمې او افغانستان لپاره ګټور بولي.
تېره مياشت هم خلیلزاد له افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو وروسته په قطر کې د طالبانو استازو سره د افغانستان په موضوع خبرې کړې وې او شونې ده هغه يو ځل بيا د افغانستان د روان بحران په پای ته رسولو له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
از روز تأسیس شورای عالی صلح تا امروز
شاید این بیش از بیستم بار باشد که این شورا همین دعوه را میکند و طالبان آن را رد میکنند
تمام افغانستان بالای این شورا بی باورند
و میدانند که این شورا چندین بار دروغ گفته و مستقل هم نیست
لیکن این شورای بی صلاحیت هیچ شرم ندارد
خلیلزاد هغه مسلکی فاحشی ته ورته اکتونه کوی چه وایی [ ناسته یم د تاسره، زړه می په کندو کی دی قربان له بیرانه نه شم ] یعنی یو وخت کی دری یاران چه یودبل خبری هم اوری خطاباسی یا په هیلو کی ساتی . د ماسکو غوندی ته چه د کابل غلامی اداری د امریکا له خوښی غیره ګډون نه شی کولای حتی د تش په نامه سولی شوری غړی یی هم د امریکا په دستور لیږلی وو . نو بیا د سولی شوری به د طالبانو سره د سولی په اړه خبرو د پاره څه حیثیت او صلاحیت… نور لوستل »