نړۍ

هند: د مسلمانانو له لوري د نومول شویو ښارونو نومونه بدلوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۷ل): هند یا برصغیر هغه خاوره ده چېرې چې مسلمانانو په ځانګړي ډول مغل پاچاهانو یوه عظیم الشانه او پرتمینه دوره تېره کړې، په دې هیواد کې داسې ځای په سختۍ موندل کېږي چې تاریخي مخینه یې له مسلمانانو سره نه وي تړلې. خو اوس تازه ددې هیواد حکومت هڅې پیل کړې څو د مسلمانانو د تمدن نښې په هند کې له منځه یوسي، دوی اوس د هغو ښارونو نومونه چې د مسلمانانو له لوري نومول شوي «هندي» نومونو ته بدلوي.

کلونه وړاندې د فیض آباد او آله اباد تاریخي ښارونو نومونه بدل شول اوس د علي ګړه، لکهنو، احمد اباد، عثمان اباد او اورنګ اباد ښارونو د نومونو د بدلولو لپاره هڅې کېږي.

په یادو ښارونو سربېره د دیوبند تاریخي ښار چې د «دارالعلوم دیوبند» نړیوالې مدرسې له امله زیات مشهور شوی هم د هغو ښارونو له ډلې دی چې هندي نوم ورته وړاندېز شوی.

دوی ددې کار بنسټيز لامل دا ښيي چې «د مسلمانانو له لوري نومول شویو ښارونو نومونه هندوانو ته د ذلت او غلامۍ ورځې وریادوي نو باید چې بدل شي».

څارونکي بیا وايي چې «په دې سره د هند حکومت غواړي مسلمانانو ته وښيي چې هند یوازې د هندوانو دی او دلته د رامنځته شویو تمدنونو په برخه کې مسلمانان د یادولو وړ څه نه لري».

یاده دې وي چې څه موده وړاندې د هند دولت په تعلیمي نصاب کې هم بدلون راوستلی وو دوی هغه تاریخي حقایق له کتابونو لرې کړې وو چېرې چې د مسلمانانو د بریا یادونه شوې وه مثلا: د اکبر پاچا او هلدي ګهاټي تر منځ جنګ چې د برجسته مؤرخینو له قوله اکبر پاچا وګاټه خو هندي حکومت دا ځای په نصاب کې سرچپه کړئ او ویلي چې جنګ «هلدي ګهاټي» وګاټه او اکبر پاچا مغلوب وو.

په هند کې ورځ تر بلې د مسلمانانو سره د توپیري چلند لمن پراخېږي، اونۍ وړاندې هندي حکومت په تاج محل کې په لمانځه اداء کولو بندیز لګولی وو چې په دې سره په هند کې د مېشت مسلمانانو غوسه راپارېدلې وه او د حکومت دا پرېکړه یې غیرعادلانه بللې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

زه نه پوهیږم چې په دې هکله به دافغانستان لاسپوڅی او مذدور دولت څه وایې !!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x