نړۍ

اردوغان: د خاشقجي د وژل کېدو غږيز ريکارډ مو امریکا او سعودي ته سپارلی

نن ټکی اسیا (يكشنبه،۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوګان ويلي، استنبول ښار کې يې د سعودي په قونسلګرۍ کې د جمال خاشقجي د وژل کېدو د صحنې غږيز ريکارډونه سعودي، متحده ايالاتو او يو شمېر نورو هېوادونو ته سپارلي دي.

فرانسې ته له روانېدو وړاندې ولسمشر اردوګان وويل، چې دغه غږيز ريکارډونه يې د سعودي او امریکا سربېره فرانسويانو، جرمنيانو او برتانويانو ته هم لېږلي دي.

هغه وايي، د يادو دولتونو چارواکو د خاشقجي د وژل کېدو د صحنې ټول ريکارډ شوي غږونه اورېدلي او پوه شوي دي.

د اردوګان په وينا په دغو غږيزو کليپونو کې د خاشقجي د وژنې پر مهال د سعودي چارواکو غږونه هم اورېدل کيږي.

د ترکيې ولسمشر غوښتنه کړې، سعودي بايد دقيقا دا روښانه کړي، چې په د خاشقجي قاتل څوک دی.

اردوګان زیاته کړې: «د سعودي له لوري نيول شوي اتلس نيول شوي کسان د خاشقجي قاتلان دي، په بل ځای کې يې لټون ته اړتيا نشته او سعودي حکومت بايد د خاشقجي د جسد په اړه هم له دې خلکو معلومات ترلاسه کړي.»

ترکي ولسمشر پر سعودي غږ کړی، چې د دوی د ښه نيت پر وړاندې بايد سعودي چارواکي هم په ښه نيت له دغه بحرانه ځان خلاص کړي او د پېښې په اړه ټول حقايق روښانه کړي.

د سعودي د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر ترکانو ته ويلي، چې د خاشقجي جسد يې د قونسلګرۍ سيمه ييز همکار ته سپارلی، خو ترکان وايي، چې  سيمه ييز همکار له دې خبرې انکار کوي.

د ترکيې ولسمشر ټينګار کړی، چې د خاشقجي د قضيې د بشپړ څېړنې او پايلو لپاره به پاريس کې له خپل امريکايي سيال ډونلډ ټرمپ سره هم خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x