
د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش بیا وځنډول شو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): تېره اوونۍ د ټاکنو کمیسیون ويلي و، چې د روانې اوونۍ په پیل کې به د ولسمشریزو ټاکنو مهالوېش اعلان کړی، خو یو ځل بیا ځنډول شوی دی.
د ټاکنو کمیسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي وايي، د دوی کارکوونکي «سخت» بوخت دي او ونه توانېدل چې شنبه (پرون، ۱۹لړم) مهالوېش اعلان کړي.
هغه زیاته کړه چې روانه اوونۍ کې به دغه مهالوېش اعلان شي او ضمناً يې لا هم غزني کې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره زمینه برابره ونه بلله.
ټاکنو کمیسیون تېره اوونۍ کې سیاسي ګوندونو، څارونکو بنسټونو او نړیوالې ټولنې ته دوه ورځې وخت ورکړی و، چې د مهالوېش اړوند خپل نظرونه او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.
ټاکل شوې، ولسمشریزې ټاکنې راتلونکی کال د وري میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شي، خو په ورته وخت کې سیاسي ګوندونو ویلي، که د ولسي جرګې ټاکنو پایلې «سمې» راونه وځي، دوی به پر ولسمشریزو ټاکنو کې پر دې کمیسیون باور ونه کړي.