
هرات؛ طالبان وایي فارسي کې ګڼ عسکر ورته تسلیم شوي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د هرات په فارسي ولسوالۍ کې یو پولیس او ۱۴ اربکي جګړه مارو وسلې پر ځمکه ايښې او طالبانو ته تسلیم شوي دي.
دغه وسلهوال چې د فارسي ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت و تر خپل دریځ تېر شوي او د تسلیمۍ لاسونه يې پورته کړي دي.
طالبانو پخپله رسمي پاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې د دوی له لنډ شهرت سره دا خبر ورکړی، خو د هرات ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د هرات په ګاونډ کې د فراه ولایت د خاکسفید ولسوالۍ ولسوال له خپلو همکارانو سره طالبانو ته تسلیم شو.
طالبانو ویلي دا کسان د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون د بلنې پر اساس له جګړې لاس اخیستو ته قانع شول.
دې کمیسیون پخپل میاشتني راپور کې ویلي، چې تېره اکتوبر میاشت کې يې ټول ۱۰۹۸ تنه له حکومتي دندو پرېښودو ته قانع کړي چې ډېرو له طالبانو سره اوږه پر اوږه د مبارزې ژمنې کړې او نور يې پر کورونو ارام کېنستي دي.