افغانستان

ټاکنې؛ پکتیا کې د څلورو نوماندانو په ګډون نهه تنه څارنوالۍ ته معرفي شوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): پکتیا کې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وايي چې د څلورو نوماندانو په ګډون يې نهه تنه لوړ پوړي ځايي چارواکي څارنوالۍ ته معرفي کړي.

د دې کمیسیون مشر هدایت الله عصمتي وویل، د درغلۍ، ناقونونۍ او سرغړونو له امله يې څلور نوماندان، درې ولسوالان او دریو ولسوالیو امنیه قومندانان څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

هغه وویل، دغه کسان کولی شي چې تر دوو ورځو پورې خپل سپیناو او دفاعیه وړاندې کړي.

د عصمتي په خبره لجي‌منګل کې ټولې، ځاځي اریوب کې د ۱۴ مرکزونو، میرزکه کې د دوو مرکزونو او ګردېز کې د یو محل رايې باطلې اعلان شوې.

پکتیا کې د ټاکنیزې پروسې څارونکو دوه ورځې وړاندې هم وویل، چې په داسې مرکزونو کې هم صندوقونه ډک شوي، چې ټاکنو کمیسیون يې پخپله د بلاک پاتې کېدو اعلان کړی و.

پکتیا کې یوې ځايي سرچینې ویلي، د شاوخوا څلورلکه نوم لیکونکو له ډلې یوازې ۶۵زره تنو خپلې رايې کارولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx