نظــر

سیاسي هڅې یو مبرم ضرورت دی

قاري حبیب

انسان خلقتا مدنی الطبع دی او په خټه کې یې دا پرته ده چې له نورو انسانانو ګوښه او منزوي ژوند نه شي کولای.لکه څنګه چې انسان په فردي لحاظ په اجتماعيت محکوم او ملزم دی، یوه انساني ډله،تنظیم او حکومت هم مجبور دی چې د خپل لرې او نږدې ګاونډ له نورو انساني مجموعو او حکومتونو سره د تفاهم او تعامل لاره ولري.

پخوا زمانه کې خلکو او حکومتونو یوازې له خپلو ورڅیرمه ټولنو سره په تفاهم او تعامل ځان اړ ګاڼه، ځکه سرو کار یې یوازې له خپلو همجوارو سره و او د نړۍ د لرې هیوادونو څخه ډیر نه متأثر کیدل. خو اوس چې د اتصالاتو عصر دی او  نړیوال نظم داسې عیار شوی چې فاصلې یې کمې کړي دي،د نړیوال کلي له حاکمو شرائطو څخه تیښته نوره هم سخته شوې ده او که څوک وغواړي یا نه، د حالاتو جبر دا دی چې له نړۍ او نړیوالو سره به تفاهمي رابطه او سیاسي تعامل جاري ساتي.

کله چې د صدر اسلام عصر کې په مدینه منوره کې لومړنی اسلامي حکومت جوړ شو. دغه وخت د مدینې د اسلامي حکومت په څلورو خواوو کې نور محلي حکومتونه او امراء هم موجود و،د عراق مداین کې د فارس کسری ناست و، پر حبشه د نجاشي واکمني وه،په عمان او شاخوا سیمو د ابن الجلندي خاندان سلطنت و، د مصر په اسکندریه کې د مقوقس په نوم پاچا واک چلاوه، شام او فلسطین د روم د استازي هرقل تر واک لاندې وو، دغه راز په بحرین، یمامه او د جزیرة العرب نورو سیمو کې وړې قبائلي واکمنۍ موجودې وې.

د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هجرت په ۷ کال د جزیرة العرب په شاوخوا کې دې ټولو حکومتونو ته خپل استازي او پيغامونه ورولیږل. دغه پیغامونه د محتوی په لحاظ اسلام ته دعوت و، اما نور ضمني مفاهیم یې هم لیږدول، د سیمې سیاسي مراجع یې د مدینې د اسلامي حکومت له شتون څخه خبرول، د اسلامي حکومت ماهیت یې ورته تعریفاوه،د دوه اړخیز تعامل او مراوداتو دروازه یې پرانیسته او دا یې ارزوله چې د سیمې حکومتونه د مدیني منورې د اسلامي حکومت په اړه څرنګه غبرګون ښيي او څه تأثر اخلي.

که د هجرت په اووم کال د پیغامونو او وفد لیږلو لړۍ له مدینې منورې څخه پيل شوه، نو دوه کاله وروسته د هجرت په نهم کال د جزیرة العرب له لر او بر څخه مدینې منورې ته د سیاسي او قبائلي مشرانو او عامو خلکو دومره وفدونه راغلل چې په اسلامي تاریخ کې دغه کال په (عام الوفود) سره ونومول شو. دغه وفود چې له بیلابیلو سیمو څخه را روان و اغراض او هدفونه یې هم بیلابیل و، خو نبي علیه السلام له ټولو سره د ډیر احترام، درنښت او پيغمبري اخلاقو له مخې چلند کاوه، چې له امله یې زیاتره کسان چې مشرک به راغلي و، دلته په اسلام مشرف کیدل.

د غزواتو سره سره همدا دعوتي او تفاهمي هڅې او د  رسول الله صلی الله علیه وسلم څو اړخیزه حکیمانه تګلاره د دې لامل شوه چې د اسلام لومړنۍ واکمني د ډیرو خنډونو او قوي دښمنانو په شتون کې پایښت وموند. د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم دې موضوع ته دومره متوجه و چې د روایاتو له مخې  له وفات وړاندې د وروستیو وصیتونو له جملې یې یو هم دا و چې له وفدونو( استازو) سره داسې رویه وکړئ لکه ما چې ورسره کوله.

که د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت دقیق مطالعه کړو، نو  رامعلومه به شي چې هغه مبارک د اسلامي شمعې د روښانه ساتلو او روښنایي پراخولو لپاره له بیلابیلو لارو او طریقو استفاده کوله. کله یې له دښمن سره جګړه کوله، کله یې له ځینو دښمنانو سره تړون کاوه، پاچاهانو ته یي استازي لیږل او د محلي واکمنیو او قبائلو له مشرانو او استازو سره یې مسلسل لیده کاته کول چې د دې ټولو هڅو هدف یې د اسلامي ټولنې خیر او فلاح، له مسلمانانو څخه د ضرورنو دفع کول او د دین رڼا ته پایښت ورکول و. له دې څخه معلومیږي چې د اسلامي واکمني استحکام او پایښت کوم آسانه کار نه دی.بلکې ډیر دقت، په یو وخت څو  اړخیزو هڅو، مصلحت اندیشي او ژور تعقل ته ضرورت لري.

د صدر اسلام زمانه سخته وه، ځکه دین او دیني حاکمیت خلکو ته ناشناخته و، نو ځکه مسلمانانو هم په ډیر مشقت او ژور حکمت سره وکولای شوای خپل پایښت تضمین کړي. مګر اوسني زمانه هم په ډیرو وجهو د صدر اسلام له زمانې سره مشابهت لري، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایلي: بداء الاسلام غریبا و سیعود کما بداء . . .) اسلام ناشناخته پیل شوی او ژر ده چې بیا به ناشناخته شي. په اوس وخت کې اسلام او د دین په اصولو ولاړ سیاست یو ځل بیا خلکو ته نادر او ناشناخته معلومیږي. ځکه اوس د سیکولرزم ( په دین نه ولاړ سیاست) مرحله ده او په دنیا کې ډیر چلښت لري.

نو په دې سخته او امتحاني مرحله کې هم کټ مټ د صدر اسلام په شان خورا ژور فکر، مصلحت اندیشي او څو اړخیزو هڅو ته ضرورت دی. د افغانستان اسلامي  امارت چې د بي دینۍ اوسیکولرزم په دې عصر کې یې د متدین سیاست بیرغ پورته کړی،باید ډیر دقیق واوسي. که په یوه لاس د دښمن وهلو لپاره توره چلوي، په بل لاس یې باید سیاسي ډال وي چې د لرې او نږدې دښمنانو له ضرره ځان او خپل مسلمان ملت ورباندې خوندي کړي.د دښمنانو له شر څخه د ځان ساتلو لپاره ډیر وخت سیاسي تفاهم، مکاتبې او اړیکو ته ضرورت وي. تاریخ وایي چې د انساني تاریخ اکثره جنګونه د متخاصمو اړخونو د غلط استنتاج او سوء تفاهم له امله رامنځته شوي. اسلامي امارت باید د خپل نظام او اولس  د ګټو لپاره د نړیوالو پوښتنو ته ځواب ووایي.  له هغوی سره ټول مسائل مطرح کړي او خپل نظر او پالیسي ورته په واضحو ټکو بیان کړي. چې د دې ټولو کړنو لپاره سیاسي مبارزې او ديپلوماتیک فعالیت ته ضرورت دی،ډیر ځله د سیاسي فعالیت له لارې هغه اهداف لاسته راځي چې په پوځي ډول په ډیرو درنو تلفاتو او خواریو هم نه ترلاسه کیږي. نو ځکه دا ډګر خورا مهم دی.

اسلامي امارت د دې زمانې هغه استثنائي جهادي خوځښت دی چې د اسلامي واکمنۍ د قیام امتیاز لري، اوږده موده یې مبارزه کړې، پرلپسې پوخ شوی، نفوذ او اعتبار یې زیات شوی او یو مکمل اولس یې د ملاتړي ځواک په حیث له ځان سره درولی دی. د اسلامي امارت د دې لویو لاسته راوړنو حقیقي سبب د الله تعالی ځانګړی نصرت دی او د ظاهري اسبابو له جملې یې یو هم د هرې موضوع سره سنجول شوی چلند، حکیمانه تګلاره او مصلحت اندیشي دي. د اسلامي نړۍ ډیری جهادي حرکات په مسلسلو ټکرونو کې له منځه لاړل. ډیرو یې اولویتونه درجه بندي نکړای شول او د جوش تر څنګ یې د هوش له ځواکه ډیره استفاده ونکړه. خواسلامي امارت چې هم په جهادي فتوحاتو او لاسته راوړنو کې مخکښ دی، سیاسي بریا یې یو بل داسې امتیاز دی چې دا خوځښت به مسلمانانو ته د ډیرو نورو تاریخي خدمتونو جوګه کړي.

په همدې هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x