د حکومت «غیرمسؤل وسله‌وال» قومندان علي‌پور جاغوری ته رسېدلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): په غور کې هغه اربکی قومندان چې حکومت يې د نیولو لپاره ځانګړي ځواکونه ګمارلي و، همدې حکومت جاغوري ولسوالۍ ته د جګړې لپاره لېږلی دی.

قومندان علي‌پور چې حکومت يې «غیر مسؤل وسله‌وال» بولي د محمد محقق نږدې کس بلل کېږي او د جاغوري جګړې د ګرمولو لپاره دې ولسوالۍ ته لېږل شوی دی.

د «مقاومت جبهه» په نوم جګړه‌مار بنسټ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، علي‌پور ویلي، چې جاغوري کې «دښمن» دومره زورور نه دی.

د غزني جاغوري ولسوالۍ کې تېره اوونۍ د جګړې خبر ورکړل شو، چې تېره شپه تازه طالبانو انګوري سیمه کې د پنځو پوستو نیولو خبر ورکړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، تېره شپه د جاغوري ولسوالۍ اړوند انګوري بازار ته څېرمه يې ۲۲ کمانډو عسکر وژلي او پنځه پوستې يې نیولې دي.

هغه لیکلي، د مړو جسدونه لا هم سیمه کې دي او ګڼ مهمات يې هم د سرتېرو ګوتو ته ورغلي دي.

تېره اوونۍ د سولې شوار مشر کریم خلیلي هم پر ولس غږ وکړ، چې د جګړې ګرمولو لپاره دې ټوپکو ته لاس کړي.

طالبانو تېره اوونۍ په خپره کړې اعلامیه کې ولس ته ډاد ورکړ، چې د دوی سر، مال او عزت ساتل يې فریضه ده، ځکه خو باید د کابل ادارې تبلیغاتو ته غوږ ونه نیسي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د