غزني؛ جاغوري کې طالبانو ۲۲ کمانډو عسکر وژلي او پنځه پوستې يې نیولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د جګړې په اوږدو کې تېره شپه یو ځل بیا د جګړې خبر ورکړل شوی دی.

طالبان وايي دې ولسوالۍ کې د دوی سرتېرو ۲۲ کمانډو عسکر وژلي او پنځه دفاعي پوستې يې نیولې دي.

طالبان وايي سرتېرو يې تېره شپه د دې ولسوالۍ اړوند انګوري سیمه کې پر پوستو بریدونه پیل کړل، چې پر پورته تلفاتو يې ګڼ عسکر ټپیان کړل.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دې جګړه کې دوه ټانګونه تخریب شوي او سرتېرو ته يې ګڼ مهمات ګوتو ته ورغلي دي.

هغه لیکلي: «تیره شپه د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اړوند د انګورو بازار ۵ دفاعي پوستې فتحه شوې. ۲۲ تنه کمانډو عسکر وژل شوي، چې جسدونه یې د جګړې په ډګر کې پراته دي، ګڼ نور ټپیان دي. ۲ ټانګونه ویجاړ شوي، خورا ډيره سپکه او درنه وسله او مهمات نیول شوي. مجاهدینو ته زیان نه دی رسیدلی.»

په ورته وخت کې حکومت د محمد محقق نږدې اربکی قومندان علي‌پور دې ولسوالۍ ته د جګړې لپاره لېږلی دی.

هغه نږدې میاشت وړاندې په غور ولایت کې هم د هغو ځانګړو ځواکونو سره مرګونې جګړه وکړه چې د ده د نیولو لپاره لېږل شوي و.

طالبانو د جاغوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې خپل نظامي عملیات د نور هېواد په څېر د دښمن بېخ‌کني بللې ده او ولس ته يې د خوندیتوب او ساتنې ډاډ ورکړی دی.

خو د سولې شورا مشر کریم خلیلي پر خلکو غږ کړی چې جګړه ګرمه کړي او په وینا يې دی به يې هم تر څنګ ولاړ وي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د