شعـــــرونه

نظم/ ميوند محمد جمال

ميوند محمد جمال

سوله به راشي هم راتلونګې ده خو

شوی وحشت د هیریدلو نه دی

زموږ د چم د دې تنکي ګلانو

ټوک ټوک وجود د هیرولو نه دی

د دې ګلانو دا زخمي روحونه

داسې بلها، بلها پوښتنې لري

د روح سره سمه دنیا نړوي

دا ماشومان به را لوی شوی وي خو

د خپل زخمي وجود خاپونه به یې

دلته د شوی بربریت دلاسه

سمه رښتیني شاهدي ورکوي

دې مشرانو یې بدن لا څه کړې

په دوی روحا داسې غوپې وهلې

لکه ګاڼۍ کې چې ماشین د ګنې

له دواړو خواوو ښه کلک تیر او بیر شي

سوله دې راشي سوله ښه ده ربه

زه له دې خلکو حساب نه غواړمه

خو بس ستا در ته لاس په لپه یم چې

د سامري په مرض ونیسه دوی

څوک ور نزدې شي داسې کړیکي وهي

ټوټه ټوټه یم را نزدې نشي ته

ورپسې چغه کړي چې لا مساس

ربه! له تا نه خپل انصاف غواړمه

زما د هر درد او کړاؤ بدل ګې

دوی داسې وکړوه وځوروه

لکه پیشو چې څنګه ساه ورکوي

ښّه یې ذلیله مخ تورن کړه ربه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x