افغانستان

فراه: د خاک سفيد ولسوال له طالبانو سره يو ځای شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د فراه ولايت چارواکي وايي چې د خاک سفيد ولسوال احمد خان د حکومت له ليکو وتلی او طالبانو سره يو ځای شوی دی.

د فراه د والي وياند ناصر مهري وويل چې د خاک سفيد ولسوال احمد خان له درې پوليسو سره طالبانو سره يو ځای شوي دي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو له لوري د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې په جګړو کې تيز والی راغلی دی چې ډیری وخت دولتي چارواکي او سرتيري د ځان ژغورنې له پاره طالبانو ته تسليميږي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x