
سل کاله پخواني ګوډاګیان، چې اوس هېر دي
جاوید علي خیل
د لومړني نړیوال جنګ سل کاله پوره شول. د ۱۹۱۸ م کال د نومبر په ۱۱ مه د المان او بالمقابل متفقینو تر منځ اوربند اعلان اوهغه جنګ رسما پای ته ورسید چې تر دې وړاندې بشریت کله هم دومره پراخ، نړیوال او انسان وژونکی جنګ نه و لیدلی.
د لومړني لوی جنګ د سل کلن کیدو په مناسبت دنړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې لمانځنغونډې او په جنګ کې د وژل شویو عسکرو د یاد مراسم پيل شوي، دا مراسم چې د یک شنبې د ورځې په سهار له نیوزیلنډ او استرالیا پیل شول، لمن یې تر روسیې، فرانسې، انګلستان او د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسیدونکې ده. خو په دې مناسبت تر ټولو ستر مراسم په فرانسه کې ترسره کیدونکي دي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ، د روسیې مشر پوتین،د ملل متحد عمومي منشي انتونیو ګوتریش او د المان صدر اعظمه انګلا مرکل یې له مهمو ګډونوالو دي. په دې مراسمو کې د لومړني نړیوال جنګ قربانیانو ته د احترام پر تقدیم سربیره د هغوی یاد لمانځل کیږي اوپه قبرونو او یادګاري څلو یې د ګلونو ګیډۍ ایښودل کیږي.
خو په دې جنګ کې یوه لویه کتله وژل شوي اجیر عسکر چې د خپلو متبوعو هیوادونو د دفاع لپاره یې قربانۍ ورکړي دي، د تاریخ له حافظې غورځیدلي او یاد به یې نه لمانځل کیږي. دلومړني نړیوال جنګ یوه اړخ(متفقینو) لکه برتانیې، فرانسې اونورو هغه وخت ګڼ مستعمرات درلودل او ډیر اسلامي هیوادونه یې هم اشغال کړي وو. په دې لړ کې برتانیې هند، بنګال او اوسنی پاکستان په واک کې درلودل او فرانسې د افریقا په شمال او غرب کې ډیرې سیمې نیولې وې. دغه اشغالګرو په خپلو مستعمراتو کې ګوډاګي او اجیر پوځونه هم جوړ کړي وو. لکه په بر صغیر کې د بریټش انډین پوځ، کورګه لیوا او داسې نور . . . استعمارګرو لکه څنګه چې دغه محلي ګوډاګیان او معاشخواره ټوپکیان د خپلو اولسونه په خلاف کارول په نړیوالو شخړو کې یې هم د کرایي جنګیالیوپه حیث ترې استفاده کوله.
ویل کیږي چې په لومړني نړیوال جنګ کې یوازې له هند څخه تر یو نیم میلیون زیات کرایي جګړه مار د برتانیې لپاره جنګیدلي دي، چې له جملې یې ۴۰۰ زره هغه هندي مسلمانان و چې د برتانیې په هندي پوځ کې شامل شوي وو. هغه وخت که څه هم د برتانیې په وړاندې د جګړې یو مهم اړخ عثماني خلافت و، چې مسلمانان باید د خلافت په ننګه له انګریزانو سره جنګیدلي وای. خو بیا هم د نن زمانې غوندې د تش په نامه او بې غیرته مسلمانانو شمیر کم نه و، تر دې چې د یوې احصائیې له مخې د ټولو هغو ګوډاګیو مسلمانانو شمیر چې په لومړني جنګ کې برتانیې، فرانسې، روسیې او نورو کفري هیوادونو لپاره جنګیدلي شمیر یې تر لکونو اوړي.
خو اوس پوښتنه دا ده چې سل کاله وروسته کفري هیوادونه خپلو دغو ګوډاګیانو ته په کوم نظر ګوري؟ د بې بي سي یو راپور څرګندوي چې د لومړني نړیوال جنګ هغه مسلمان جنګیالي هیر شوي دي چې د اروپایانو لپاره یې قربانۍ ورکړې وې. ځکه د لومړني نړیوال جنګ تاریخ داسې لیکل شوی چې یوازې اروپایان په کې یاد شي او قهرمانۍ یې وستایل شي، چې په دې ډول د اسلامي هیوادونو هغه عسکر د تاریخ له حافظې پاته شوي چې د مرتزقه ځواکونو په حیث یې د اروپا لپاره قربانۍ ورکولې او د خپل هم عقیده دولت ( عثماني خلافت) پر خلاف جنګیدل.
(د برتانیې راتلونکې) په نوم یوه مؤسسې په دې اړه څيړنه کړې ده او ثابته شوې، چې د برتانیې یوازې ۲۲ سلنه خلک په دې خبر دي چې سل کاله پخوا د دوی لپاره د اسلامي هیوادو اجیرو عسکرو قربانۍ ورکړی دي. نور اکثره خلک حتی په دې خبر لا نه دي ځکه هغوی دتاریخ له پاڼو حذف شوي او د بې ارزښته محروقاتو چلند ورسره شوی.
هغه عسکر، سیاستوال، فرهنګیان او نور اجیران چې د اوسني استعمار ( امریکا) لپاره یې سر او مال په داو کړي او د څو ډالرو د نغدولو لپاره هرې قربانۍ ته آماده دي. هغوی باید د سل کاله پخوانیو ګوډاګیانو له بد انجام څخه عبرت واخلي. ځکه د دوی دا عمل چې د کفارو تر څنګ ولاړ دي یوه عظیمه ګناه ده او له ګناه څخه د اخروي اجر تمه نشي کیدلای. نو ضرور به دوی یوازې د دنیوي پاداش تمه لري. په دنیا کې د دوی حالت همدا دی چې په ژوند به یې خلک د کافر ملګری او ګوډاګی بولي، که ووژل شي، څوک به یې جنازه نه کوي او خپلوان به یې په فاتحه شرمیږي.له مرګ وروسته به د مسلمانانو په تاریخ کې دوی د شاشجاع او ببرک کارمل په شان مختوري ګوډاګیان بلل کیږي او د کفارو په تاریخ کې به هم ځای نه لري، بلکې هغوی به د هغو بې ارزښته حیواناتو، آسونو او قچرو په شان چلند ورسره کوي چې په جګړو کې یوازې د بار وړلو لپاره ترې استفاده کیږي. نو له دا ډول انجام سره دوی له هر اړخه په تاوان او زیان کې دي چې همدې ته خسر الدنیا والآخره ویل کیږي.