ننګرهار: د داعش مشهور قومندان په هوايي بريد کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۷ل): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په هسکه مينه ولسوالۍ کې يې د داعش وسله والې ډلې يو تن مشهور قومندان وژلی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي چې ددې ولایت د هسکې مينې ولسوالۍ په انګور سيمه کې يې په يوه هوايي بريد کې د عبدالخالق په نامه د داعش يو تن مشهور قومندان له خپل يو ساتونکي سره وژلی دی.

خوږياڼي وويل چې د داعش ډلې دغه قومندان چې په عمر يې شهرت درلود، د داعش له لوري د هسکې مينې ولسوال په توګه ټاکل شوی و.

عبدالخالق په ننګرهار د داعش ډلې له مهمو مشرانو څخه ګڼل کيږي او ننګرهار کې ددې ډلې د رامنځته کېدو په لومړيو کې د ننګرهار ولايت د عمومي مسؤل په توګه ټاکل شوی و او په سيمه کې يې د ډېرو خلکو په وژنه او ځورونه شهرت درلود.

تر دې مخکې هم څو ځله د نوموړي دوژل کېدو خبرونه خپاره شوي وو.

عبدالخالق د داعش ليکو ته له ورتګ نه مخکې له طالبانو سره و او د داعش په رامنځته کېدو بيا له دې ډلې سره يو ځای شو او د طالبانو په خلاف يې په جګړو کې برخه واخیسته.

د داعش ددغه مشر د وژنې په اړه تر اوسه دې ډلې څه نه دي ویلي.

د يادونې وړ ده چې د داعش په وړاندې د حکومت د دريځ په اړه لاهم د خلکو ترمنځ شکونه موجود دي او دغه ډله د سيمې د استخباراتو زېږنده بولي او وايي چې د ځانګړو سياسي اهدافو له پاره رامنځته شوې ده.

تيره اوونۍ په ننګرهار کې د ولسي خلکو يوه پنځه سوه کسيزه ډله چې د داعش په خلاف ميدان ته راوتلي وو، له داعش سره د مبارزې په لومړۍ ورځ د هوايي بريدونو ښکار شول.

په دغه هوايي بريد کې د ملي اردو دري سرتيري او دوه ولسي وسله وال وژل شوي وو.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اتنچی بابا
میلمه
اتنچی بابا

د داعش ډله په سوریه کی چه کله امریکا په سوریه کی د بشار الاسد په ضد د القاعدی ( جبهه النصر ) سره ( لکه افغانستان کی چه یی د تش په نامه اخوانی جهادی رهبرانو سره یی د روسانو په ضد هر اړخیز ملاتړ درلود ) یی اړیکی او څه ناڅه ملاتړ درلود ، امریکا د هماغه اړیکو څخه د پاکستان د جهادی رهبرانو په شان د داعشیانو جوړولو لویه ګټه پورته کړه یعنی د بغدای په مشری د القاعدی یو شمیر غړی له القاعدی یا جبهه النصر جلا او د سوری او عراق ( داعش ) په… نور لوستل »