
د غزني مالستان ولسوالۍ سقوط وکړ
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۷ل): د غزني ولايت د مالستان ولسوالۍ له سختې جګړې وروسته تيره شپه د طالبانو لاس ته ولوېده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ولسوالۍ يې تر بشپړ کنټرول لاندې راوستې ده او دوی د ملګرو په لاس کې ده.
هغه وويل چې په دې جګړه کې ګڼ شمير سپکې او درنې وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
مجاهد وايي چې طالبانو په دې جګړه کې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او يو شمير يې ژوندي نيولي
بل لور ته د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې هم له تيرو پنځو ورځو راهيسې د طالبانو او دولتي سرتيرو ترمنځ جګړې روانې وې چې له امله یې ګن دولتي سرتیري وژل شوي هم دي.
د غزني د ولایتې شورا غړې فاطمه رحيمي وايي چې د جاغوري په جګړو کې د عسکرو او پوليسو سربيره ۲۱ تنه کمانډويان هم وژل شوي دي.
تر اوسه دولتي سرچينو د مالستان ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.