نړۍ

غزه کې اووه شهيدان او يو اسرائيلي پوځي افسر وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۷ل): تېره شپه د غزې په تراډه کې د حماس غورځنګ د پوځي څانګې «القسام» او اسرائيلي عسکرو ترمنځ نښتو کې اووه فلسطينيان شهيدان شوي او په مقابل کې يې يو اسرائيلي پوځي افسر وژل شوی او يو بل ټپي دی.

د القسام وياند رسنيو ته ويلي، د اسرائيلي يرغلګرو او فلسطينيانو ترمنځ اوس هم جګړه روانه ده.

د اسرائيلو د لومړي وزير مطبوعاتي  دفتر ويلي، چې لومړي وزير بنيامين نتنياهو فرانسې ته خپل سفر لغوه کړی او د دغې امنيتي پېښې له امله بېرته تل ابیب ته ستون شوی، په عين حال کې د اسرائيلو دفاع وزير افيګدور ليبرمان د دفاع وزارت مقام ته رسېدلی او د پېښې څېړنه کوي.

نن سهار د اسرائيلو دفاع وزرات وياند منلې، چې په دغه نښته کې يو پوځي افسر وژل شوی او يو بل مرګونی ټپي دی.

عربي رسنۍ وايي، چې اسرائيلي یرغلګرو عسکرو د شهيد اسماعيل مسجد ته څېرمه سيمه کې شپږ فلسطينيان شهيدان کړل او ورپسې د القسام قومندان نور برکه هم له اسرائيلي يرغلګرو سره  په مخامخ نښته شهيد شو.

حماس وايي، چې اسرائيلي يرغلګرو سره د نښتې پر مهال يو لوړپوړی اسرائيلي پوځي افسر وژل شوی او بل مرګونی ټپي دی. د اسرائيلو دفاع وزارت هم د يوه افسر د وژل کېدو او بل ټپي کېدو پخلی کړی دی.

نښته لا هم روانه ده او شونې ده، چې مرګ ژوبله يې هم زياته شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x