افغانستان

دوستم: طالبانو سره د سولې په خبرو کې ستر رول لوبولای شم

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۷ل): د کورنيو جګړو مشهوره څيره او د محمد اشرف غني لومړی مرستيال عبدالرشيد دوستم وايي چې له طالبانو سره د سولې به برخه کې ستر رول لوبولای شي.

عبدالرشيد دوستم د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خليل زاد سره د خبرو اترو پر مهال وويل چې په هیواد کې د روانې نا امنۍ د له منځه وړلو او طالبانو سره په خبرو اترو کې مهم رول لوبولای شي.

د ملي جنبش ګوند څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې عبدالرشيد دوستم له زلمي خليلزاد سره په کتنه کې د افغانستان د سياسي او امنيتي وضعيت، د ولسي جرګې ټاکنو او له طالبانو سره د سولې او مذاکراتو په اړه خبرې وکړې.

عبدالرشيد دوستم په هيواد کې د نا امنۍ او په ځانګړې توګه په شمالي سيمو کې د طالبانو ورځ تربلې پرمختګ له امله انديښنه ښودلې ده او ويلي يې دي چې په افغانستان کې بايد د سولې د ټينګښت له پاره کار وشي.

هغه ويلي چې د سولې په اړه دې د سولې د عالي شورا ترڅنګ يو شمير سياسي ګوندونو او سياسي څېرو ته هم برخه ورکړل شي ترڅو په سوله کې خپل روله ولوبوي.

د سولې په تړاو افغانستان ته د امريکا د ځانګړي استازي دا دوهم سفر دی، نوموړی د جمعې په ورځ کابل ته راغی په کابل کې يې د ګډ حکومت له مشر محمد اشرف غني، ګلبدين حکمتيار او عطاء محمد نور سره هم وکتل.

يو شمير سياسي شنونکي او د نظر خاوندان وايي چې امريکا او د افغانستان حکومت له طالبانو سره مذاکرتو او روغې جوړې په اړه ثابت دريځ نه لري او وخت په وخت د سولې په اړه بیلا بيل دريځونه غوره کيږي چې له امله يې د سولې په مخ کې خنډونه ايجاد کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x