نړۍ

سعودي حکومت د شيخ عريفي پر فعاليتونو بنديز لګولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۷ل): سعودي کې د بنديانو د چارو څارونکي ټويټر حساب «متعقلي الرأي» ويلي، سعودي حکومت د اسلامي دعوتګر شيخ محمد العريفي پر ضد ګامونه اخيستي او د هغه پر فعاليتونو يې بنديزونه لګولي دي.

دغه حساب په خپل ټويټر پيغام کې ويلي: «چارواکو د عریفي نقل او حرکت څارنه زياته کړې او له پلازمېنې رياض څخه د باندې د سفر اجازه نه ورکوي.»

ياد تويټر حساب زياته کړې، چې د حج په مناسکو کې د شيخ عريفي د نه ګډون لامل د چارواکو منعه کول و.

تېر سپټمبر کې هم معتقلي الرأی ټويټر حساب ويلي و، چې سعودي چارواکو شيخ عريفي له خطبو او ټولو دعوتي فعاليتونو منعه کړی دی.

په ټلويزونونو او ټولنيزو رسنيو کې هم د شيخ عريفي ويناوې او نوي فعاليتونه نه ترسترګو کيږي.

سربېره پر دې، چې په هېواد کې د علماوو او اسلامي ارزښتونو پر خلاف د حکومتي کړنو پر وړاندې شيخ عريفي پټه خوله دی او له قطر سره د مخالفت په موضوع او  نورو چارو کې د حکومت ملاتړ کوي، خو بيا يې هم حکومت پر ټولو فعاليتونو بنديزونه لګوي او د ځان لپاره يې ممکنه ګواښ بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x