شعـــــرونه

مډال/ حفيظ الدين پيرزاده

حفيظ الدين پيرزاده

چې له غلو سرہ څوک نیسي خوله د جوال
ولسمشر ورکوي ورته مډال

مفاھیم د ارزښتونو بدل شوي
په خپل بد کردار اوس ویاړ‎ي، پردیپال

د تور زنو ځای رھزنو دی نیولی
ھمدغه اصلي مانا دہ د اشغال

د خیرات په پیسو ملک کله چلیږ‎ي؟!
ژرندہ نه چلي اوبو باندې د سوال

دې ځنگل کې د ھوسیو خیر به څه وي؟!
چې لیوہ یې وي وزیر، ریس شغال

تقابل یې کنفرانس کې مالومیږ‎ي
حق چې راشي باطل خپله شي زوال

د بیان حق یې د مټ په زور اخیستی
د شملې شاته ویشتل یې بل کمال

د طالب دیپلوماسۍ داسې حیران کړ‎م
مفکر ورته شاگرد لیږ‎م یو کال
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۱۰/ ۲۰۱۸ م
ستاکھولم سویدن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x