کابل: د هزاره ګانو په لاريون چاودنه شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۷ل): په پلازمينه کابل کې ارګ ته څېرمه د هغو هزاره ګانو په لاريون چاودنه شوې ده چې په غزني ولايت کې د امنيتي وضعيت د خرابېدو په اعتراض راټول شوي وو.

ويل کيږي چې په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده خو تر اوسه په دې اړه کره معلومات نشته.

سيمه د امنيتي ځواکونو له لوري په کلابنده شوې ده او د پيښې ځای ته ګڼ شمير امبولانسونه د مړو او ټپيانو د انتقال له پاره ورغلي دي.

په کابل ښار کې ارګ ته څېرمه له نن سهار راهيسې د غزني ولایت د خراب امنيتی وضعيت له امله د غزني يو شمير هزاره ګانو له لوري لاريون په لاره اچول شوی و.

د چاودنې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د