حاجي صیب ! که مو د دولت په ځای د طالبانو استازولي کولای…

شاهد (غزنیوال)

د مسکو په غونډه کې د سولې عالي شوری پلاوي مشري د هیواد په کچه یوه پیژندل شوي سیاسي ، اجتماعي او پخواني جهادي شخصیت ښاغلي حاجي دین محمد صاحب کوله .

حاجي صاحب دین محمد (عزیز الله ) د شوروي اشغال په مهال د مرحوم خالص بابا په مشري د اسلامي حزب مرستیال ، د مجاهدینو د عبوري حکومت په مهال د کورنیو چارو وزیر او له ۱۳۷۱ تر ۱۳۷۲ پوري د معارف د وزیر په توګه دندې تر سره کړې.

نوموړی د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي له پښتو څانګې څخه ماستري تر لاسه کړې او په خپلې مورنې ژبې سربیره په دري، عربي او انګلیسي ژبو هم خبري کوي.

حاجي صاحب دین محمد د محبوب القلوب جهادي مشر خالص (بابا) د ملګرتیا او همدا راز د خپل کورني وجاهت له مخې د هیواد په کچه یومشهور او بانفوذه شخصیت دی خو د نوموړي دغه وجاهت او رسوخ دوه ځلې سخت تر پښو لاندې شوي دی.

لومړی ځل هغه مهال چې حاجي دین محمد په ننګرهار کې د خپل ورور حاجي قدیر تر وژل کیدو وروسته د ننګرهار والي شو امریکايي یرغلګرو به د اوس په څیر په ننګر هار کې د ولسي خلګو پر کورونو چاپې وهلي کلیوال خلګ به یې نیول ، پر سرونو به یې تورې خولۍ وراغوستلې او خپلو سري زندانونو ته به یې بیول.

یوه ورځ امریکايي یرغلګرو د ننګرهار په کومه کلیواله سیمه کې پریوه کور د چاپې پر مهال یو سړي د سپینې خولې او لويي ږیرې لرلو په جرم ونیو، د خپلو ماشومانو او تورسریو په مخ کې یې لاسونه ور وتړل او ډیرې سپکې سپورې ورته ویلې، نیول شوي کس ورته په ساده کلیوالې لهجه وویل چې زه طالب نه ، بلکې د حاجي صاحب دین محمد د خاصوملګرو له جملې څخه یم او همدا اوس هم له هغه سره په تماس کې یم.

خو امریکايي پوځي د خپل ترجمان په وسیله ور ته وویل چې زه حاجي دین محمد نه پیژنم ، که زه هغه ووینم هغه به هم دا ستا په څیر بندي او په تړلیو لاسونو له کوره باسم.

د دې بوږړنوونکې صحنې هغه ویډیويي کلیپ چې خپله د امریکايي سرتیرو په کیمرو اخیستل شوی اوس هم د انټرنیټي شبکې په حافظه کې خوندي دی .

دوهم ځل د حاجي صاحب سیاسي، علمي او اجتماعي وجاهت هغه وخت تر پښو لاندې شو چې کله یې د تیرې جمعې په ورځ د مسکو په غونډه کې د سولې شوری د پلاوي د مشر په حیث ګډون وکړ.

ځکه د مسکو په غونډه کې د سولې شوری د پلاوي د مشر په توګه حاجي صاحب هلته له یوه داسې ناقص الاطرافه رژیم څخه دفاع او ترجماني کوله چې ده خپل ټول عمر د همداسې یوه بيدینه ، فاسد، او د اشغالګرو په لاس جوړشوي نظام په خلاف مبارزه کې تیر کړی دی.

هلته په شخصي لحاظ د حاجي صاحب دین محمد په کرکتر کې هیڅ نیمګړتیا نه ؛ بلکې د ده په استازولي کې نیمګړ
تیاوه چې له کوم نظام څخه یې کوله.

په یاده غونډه کې چې طالب چارواکو له خپلې داعیې څخه په ډیر جرئت دفاع کوله اصلا د هغوی دفاع پر واقعیتونو ولاړه وه .
هغوي ویل چې د کابل رژیم فاسد، مزدور او د امریکایانو لاسپوڅی رژیم دی ، او امریکایان افغانستان ته د فساد او جګړې لپاره راغلي.

حاجي صاحب چې د همدې لاسپوڅي نظام په استازولي هلته تشریف درلود و د طالبانو د دغو ځپونکو ګوزارونو په مقابل کې یې د هیڅ ویلو ځواب نه درلود، چې له همدې وجې یې په غونډه کې هم خپل متبوع رژیم مسخره کړ او هم خپل ځان ، او د غونډې تر ختمیدو وروسته هماغه په سیاسي او ټولنیز لحاظ مخور سپینږیری حاجي صاحب له خپل ټول وقار او پخواني جهادي حیثیت سره سره د خپل رژیم د پلویانو لخوا د استهزاء او تمسخر مورد وګرځیده.

دریغه چې حاجي صاحب دین محمد د خپل علمي او جهادي مُرشد خالص بابا رحمه الله د ریښتینې لارې په تعقیبولو سره نن له لاسپوڅي امریکايي رژیم څخه د دفاع په ځای له هغه سره د مقابلې په سنګر کې ولاړ وای او د مسکو په غونډه کې یې د امریکايي رژیم د ترجماني په ځای د امریکايي اشغال په مقابل کې د خپل ولس د جهاد او سرښندنې ترجمانې کړې وای هم به یې د خپل مرشد او مربي مرحوم خالص بابا له روح سره خپل تعهد ساتلی وای او هم به یې خپل ځان او شخصیت له دغسی فضیحت څخه خوندي وای …

اللهم یا مصرف القلوب ، ثبت قلوبنا علی دینك

avatar
4 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
توکل
میلمه
توکل

شاهد صاب خبره د بیخی پرځای ده، خو برخی ازلی دی، دین محمد په زړه او ضمیره ښه پوهيژه، بس مجبور دی. الله پاک مو د اخری خاتمی نه خرابوی.

غوربندي
میلمه
غوربندي

غزنیوال صاحب تاسو ماته یو دقیق او صحي لیکوال ښکارۍ او ټولې لیکنې مو په پوره دقت او شوق سره لولم. د حاجي صاحب دین مامد په ادرس مو په پورته لیکنه کې یو څه مبالغه کړې په بل عبارت له دقت او صحت څخه مو کار نه دی اخستی. د حاجي صاحب که انګریزي ژبه زده وای او یایې حد اقل خبرې پرې کولای شوای نو د یوې خبریالې د پوښتنو په ځواب کې د مهالویش یا تقسیم اوقات د انګریزي لغت له فقر سره نه مخامخ کېده. تاسو او ټولو لوستونکو ته مالومه ده چې د ښوونځي د… نور لوستل »

آلحاج پروفیسورپتانزی
میلمه
آلحاج پروفیسورپتانزی

حاجی صاحب دین محمد به څنګه د طالیب نماینده ګی وکړی ،چه دوه ورڼه،قدیر او عبدالحق طالیبانو ورته لوخړه کړل،

pattang
میلمه
pattang

قدیر خو د قاچاقو پاچایانو مړ که او یا شاید د شمال غلو ! خو عبدالحق په جنګ کې ، هر څوک چې جنګ کوي مرګ ته به تیار وي ! طالبانو کوم بد کار ندی کړی ! دسړي انسانیت ، اسلامیت ، صداقت او کار پوهنه هلته مالومیږي چې حقیت پټ نکړي داشغال ضد او ددالرو مذدور نشي ! دا رزیلان ټول غله او هیواد فروشه دي !!

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ! مونږ چه دغه لیکنه ولوستله د دین مامد د پوهی او په څو ژبو خبری کولای شی کی زیاته روی شوی قصدا به نه وه چا ورته فکر کوم ناسمه معلومات ورکړی وو او غزنیوال صاحب له کم و کاست غیره لیکنه کی لیکلی وو ، دین مامد بیچاره هغه روانی کلیوالی خبرو کی هم ستونزه لری عربی، فارسی او انګریزی خو پریږده زه وایم په پشتو هم سم نه پوهیږی چه مودبانه او د ادبیاتو له مخی ورباندی خبری وکړی، د یو تلویزون سره یی مرکه لرله اسلامی پوهه یی هم کمه ده خو د استعمار… نور لوستل »