کورنيو چارو وزارت: د دولتي عسکرو مرګ ژوبله زياته شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۷ل):  د ګډ حکومت د کورنيو چارو وزارت ويلي، د طالبانو جګړه ييز فعاليتونه او همدارنګه د دولتي عسکرو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره ورځ هم بغلان، کندوز، فارياب، غزني، روزګان او فراه کې لسګونو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او يو شمېر سيمې يې هم له لاسه ورکړي دي.

د کورنيو چارو وزارت چارواکو منلې، چې د غزني په خوږياڼو، جاغوريو او مالستان ولسوالیو کې طالبانو پرمختګونه کړي، همدارنګه د بغلان په دهنه غوري او برکه ولسوالي، د روزګام په مرکز ترينکوټ او نورو سيمو کې هم طالبانو د دولتي عسکرو پر مرکزونو او پوستو بريدونه کړي او ګڼ شمېر عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د غزني مالستان ولسوالۍ مرکز نن سهار وختي طالبانو نیولی او په جاغوري ولسوالۍ کې هم مخ پر وړاندې روان دي.

د بغلان ولايت چارواکو هم منلې، چې دهنه غوري ولسوالۍ د طالبان تر سختو بریدونو لاندې ده او که بېړنۍ مرستې ونه شي، دغه ولسوالۍ به هم سقوط وکړي.

په عين حال کې طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ پر امنيتي پوستو هم بریدونه کړي او چارواکو منلې، چې په دغو نښتو کې ۲۹ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

همدارنګه فراه کې هم طالبانو تېره اوونۍ د سرحدي عسکرو يو کنډک په بشپړه توګه نيولی و، دېرش عسکر يې وژلي او همدومره نور يې ژوندي نيولي وو، چې وروسته يې د خپل مشر شيخ هبة الله اخندزاده په امر خوشې کړل.

په عين حال کې چارواکي دا هم مني، چې د فراه د خاک سفيد ولسوالۍ ولسوال طالبانو ته تسليم شوی دی.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې له طالبانو سره د جګړو پر مهال او چاودنو کې د دولتي عسکرو مرګ ژوبله زياته شوې ده.

د فارياب په سرحوض ولسوالۍ کې دولتي عسکرو طلوع نيوز ته د  ټيليفون له لارې ويلي، له تېرو پنځو مياشتو راهيسې د طالبانو له لوري محاصره دي او که بېړنۍ مرستې ونه شي، دغه ولسوالي به سقوط وکړي.

تېره اونۍ بي بي سي په خپل راپور  کې ويلي و، چې د فاریاب اويا سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده.

د کورنيو چارو وزارت د دولتي عسکرو د مرګ ژوبلې زياتېدل په داسې حال کې منلي، چې ژمی په رارسېدو دی او په هېواد کې هوا سړه شوې ده.

د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتيق الله امرخېل وايي، چې د دغو عملياتو او بريدونو له لارې طالبان غواړي، ټولې نړۍ ته روښانه کړي، چې دوی يو ځواک او قدرت دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د