دوهم تعقيب: کابل کې چاودنې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۷ل): نن شاوخوا يوه نيمه بجه د کابل ښار استقلال ليسې ته څېرمه د چاودنې له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته ويلي دي چې په ننۍ چاودنه کې اته تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

سرچينه زياتوي چې د چاودنې هدف د غزني لاريون کوونکي وو چې له پښتونستان واټ څخه د بيرته راګرځېدو په حال کې وو.
خو بل لور ته د کورنيو چارو او روغتيا وزارتونو چارواکي هم د چاودنې ارقام سره ورته نه دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نجيب دانش بیا وايي چې په دې چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي، خو د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح بيا وايي چې په دې پيښه کې درې تنه وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د چاودنې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد نن په يوه خبر پاڼه کې ويلي وو چې په غزني کې يې جګړه د کوم قوم او مذهب په وړاندې نه ده او زياتوي چې د کابل چارواکي د طالبانو د بدنامولو له پاره دا ډول تبليغات کوي چې ګواکې طالبانو په غزني کې له خلکو سره
قومي او مذهبي جګړه کوي.

طالبانو د غزني په هزاره افغانانو غږ وکړ چې د دولتي چارواکو د تبليغاتو ښکار نشي او په دې موضوعاتو کې دې نه ښکيل کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د