د امريکا جنګي الوتکه د فليپين سمندر کې نسکوره شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۷ل):  د امريکا متحده ايالاتو F/۱۸ ډوله جنګي الوتکه د فليپين په سمندر کې نسکوره شوې ده.

د  امریکا سټار اينډ سټرايپس ورځپاڼې ليکلي، چې دغه امريکايي جنګي الوتکه د فليپين «کيتاديته» جزيرې ته څېرمه سمندر کې غورځېدلې، خو دواړه پيلوټان يې ژغورل شوي دي.

ورځپاڼه وايي، د الوتکې د نسکورېدو د پېښې څېړنې پيل شوي، خو تر اوسه يې لامل نه دی معلوم شوی.

که څه هم د امريکا پوځي تجهيزات او الوتکې په نړيواله کچه خوندي پېژندل شوي، خو په دې وروستيو کلونو کې د امريکا د جنګي الوتکو او پوځي چورلکو د سقوط پېښې ډېرې شوي دي.

د تېر سپټمبر مياشتې په ۲۹مه هم امريکايي رسنيو خبر ورکړی و، چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو ګران بیه جنګي الوتکه په کندهار کې تر لومړي ځل بمبار وروسته د جنوبي کارولينا ايالت پر هوايي ډګر نسکوره شوې ده.

پنټاګون هغه مهال ويلي و، چې د دغې الوتکې بيه سل ميليونه ډالر وه، چې د امريکا په تاريخ کې تر ټولو ګران بيه الوتکه بلل شوې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د