پاکستان دوه نور طالب مشران له زندانه آزاد کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۷ل): پاکستان کې نن دوشنبه دوه نور طالب مشران له زندان نه آزاد کړل شول.

عبدالصمدثاني او صلاح الدین چې له څه باندي دریو کالو راهیسي په پاکستان کې نیول شوي وو، نن له زندانه آزاد او خپل خپلوانو ته وسپارل شول.

عبدالصمدثاني د کندهار ولایت اوسیدونکی او د طالبانو د واکمنۍ پرمهال یې پر یو لړ حکومتي دندو وظیفي سرته رسولي.

صلاح الدین د خوست ولایت اوسیدونکی او د طالبانو د جنګي لیکو قومندان پاتی شوی.

ویل کیږی چې تر دې وړاندي دا دواړه کسان، په بګرام او پلچرخي کې هم زندان تېر کړی.

باید وویل شي چې د تېر اکتوبر پر 25 نیټه ملاعبدالغني برداد هم په پاکستان کې له زندانه آزاد شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د