شعـــــرونه

عافیه صدیقي ته!

غنم رنګ کوچی

چې د ختیځ نه سحر لمر راخیجي

او په لویدیځ غورځېږي

مونږ د اسیا ځوانانو ته

دا پیغور راکوي

مونږ ټول تاته ملامت یو

چې ستا بدل مو

د غرب له داړه مارو وانخیست

ته د اسیا یو څو بې ضمیرو

زرپرستو واکمنو

د غرب په وحشیانو وپلورلې

خو یاد ساته

څو داسې ځوانان لا هم شته

چې ستا او د هغو زرګونو

پیغلو اومیندو بدل به

د لویدیځ له وحشیانو اخلي

چاچې د خپل استعمار د بقا لپاره

مونږه د دریمې نړی خلک قرباني کړو

زمونږ کورونه یې بمبار کړل

بچي او میندې یې زمونږ قتل کړې

مونږ به ستاسو بدل زرور اخلو

شکست د دوی په مقدر کې دی

مونږه په حقه یو

مولا د حق ملګری دی

غنم رنګ کوچی/ کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x