نړۍ

عوامي نېشنل ګوند د افراسياپ او بشرا ګوهر عضويت ځنډولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۷ل): د پاکستان عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د دغه ګوند د رهبري غړو پخواني سناتور افراسياپ او سناتورې بشرا ګوهر ګوندي عضويت ځنډولی دی.

اسفنديار ولي ويلي، چې دواړه مشران د ګوند د پاليسۍ خلاف فعاليتونو کې بوخت وو او د  بيا بيا منعه کولو سربېره يې هم له خپل کاره لاس نه دی اخيستی.

د عوامي نېشنل ګوند عمومي منشي ميا افتخار حسين پېښور پاچاخان مرکز کې رسنيو ته د خپل مشر له لوري ليکل شوې اعلاميه ولوسته، په دغه اعلاميه کې راغلي ګوند دواړو مشرانو ته څو ځله يادونه کړې، چې د خپلو کړنو په اړه د ګوند مشرتابه ته سپيناوی وکړي،خو د دواړو مشرانو په دلائلو او سپيناوي مشرباته مطمئن نه شو.

عوامي نېشنل ګوند دا نه ده روښانه کړې، چې افراسياپ خټک او بشرا ګوهر د ګوند له کومو اصولو سرغړونه کړې، خو دغه دواړه مشران له تېرې اوږدې مودې راهیسې د منظور پښتين په مشرۍ د پښتنو ژغورنې غورځنګ ټينګ ملاتړي دي، په پارلمان او ولسي غونډو کې يې ملاتړ کوي او عوامي نېشنل ګوند عملا د پښتنو ژغورنې غورځنګ د تګلارې مخالف دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
آڅکزی

سلامونه درنو او قدرمونو ویونکوته : مخکی له دی ماداسی فکر کوی چی اشفندیار ولی خان دپشتنو دحقونو لپاره مبارزه کوی نه پوهیدم چی دی به دپنجاب دګټو لپاره کار کوی خو نن د یو ځوان په صفت داسی وپوهیدم چی دعدم تشدد څخه د دوی مطلب دا دی چی د کافر او ظالم پر وړاندی مه جنګیږی او مه هم پښتنو دحقوقو ِوښتنه کوی . 2: مخکی به ما نن ټکی اسیا بیخی ډیر تعقیبوی فکر می کوی چی دا دپښتو یو خاصه صفحه ده او دافغانستان دازادی لپاره کار کوی خو نن می داسی یو څه په کښی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x