کابلوف: امريکا له ماتې وروسته له افغانستانه د خوندي وتلو غوښتنه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۱لړم، ۱۳۹۷ل): افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ویلاديمير پوتين خاص استازي ضمير کابلوف ويلي، چې امريکا په افغانستان کې ماته خوړلې او اوس له افغانستانه د وتلو لپاره خوندي لاره غواړي.

ښاغلي کابلوف اسوشيټېډ پريس خبري اژانس ته ويلي، د مسکو ناسته د افغانستان سولې پر لور لومړنی ګام و او دغې ناستې ته يې د افغان حکومت او طالبانو سربېره د دوولسو هېوادونو استازي راغوښتي وو.

روسي ډيپلوماټ ويلي، چې طالبان يوازې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره جګړه کوي، بل چا ته ګواښ نه دي او دا يې معقوله غوښتنه ده، چې بايد امريکايان له افغانستانه ووځي.

د کابلوف په باور، په افغانستان کې د امريکا له راتګ سره ناامني نوره هم زياته شوې، د مرکزي اسيا او روسيې امنيت له خطر سره مخ شوی او د همدې خطرونو د مخنيوي لپاره يې د سولې هلې ځلې پيل کړي دي.

ضمير کابلوف وايي، د افغانستان د سولې خبرې تر هغو پورې  نشي بريالۍ کېدای، تر څو، چې له مخالفينو سره خبرې نه وي شوي او د هغوی دريځ نه وي اورېدل شوی.

دغه روسي ډيپلوماټ زياته کړې، چې د امريکا او ناټو شتون د افغانستان په زيان تمام شوی، په افغانستان کې يې ماتې خوړلې او اوس د خوندي وتلو لپاره هلې ځلې کوي او په دې برخه کې ورسره روسيه مرستې ته چمتو ده.

طالبانو هم د مسکو ناسته د افغان سولې لپاره ګټوره بللې، خو په عين حال کې يې دا هم ويلي، چې دا مذاکرات نه وو، بلکې له افغانستانه د بهرنيو پوځيانو د وتلو او سولې ته د زمينې برابرولو يوه هڅه وه.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

هغه روسيه چي ۱۸ کاله مخکي ئې د افغانستان د حملې لپاره خپلې ټولې لارې د امريکا پرمخ پرانيستې وې اوله وهمه ئې همکاري ورسره کول اوس دومره زړه وره شوه چي امريکا ته وای له افغاستانه ووزه .
دا د افغان د مټو زور دئ چي روسيه اوس په نازيږي او د طالبانو خبري تکراروي.
مرحبا طالبانو بريالې اوسۍ