د بندیانو خلاصون پر مذاکراتي بهیر ښه اغیز لرلای شي

نن ټکی اسيا سرليکنه

تر ملا عبدالغني برادر وروسته صمد ثاني او صلاح الدین هم له بنده آزاد کړای شول.

امریکایانو په افغانستان باندې د خپل اشغال په لومړیو کې هغه طالب چارواکي چې په خپلو کورونو کې ناست وو تعقیب او ونیول ، ویې ځورول او د هر یوه په سر یې میلیون ډالري جائزې تعین کړي.

نه یواځې په افغانستان ؛ بلکې د هغه په ګاونډ کې هم طالب چارواکي د امریکایانو په دستور زنداني او ځیني یې په زندان کې تر شکنجو لاندې ووژل شول.

خو د امریکایانو له دې وحشت سره په افغانستان کې د هغوی په خلاف د مقاومت جبهه لا تونده او پراخه شوه او د زرګونو امریکایانو ترڅنګ په سلګونو زره افغانانو هم ورکي خپل ژوند له لاسه ورکړ.

اوس چې تر ۱۷ کلنې جګړې، وحشت او زور آزموینې وروسته امریکايي چارواکو دا خبره درک کړه چې د فشار نتیجه انفجار او د وحشت نتیجه د مقاومت توندیدل دي نو یې له هماغو ځورول شویو طالبانو سره د غیر جدې مذاکرې او تفاهم لاره ونیوله .

که څه هم چې تر اوسه پوري د جانبینو ترمنځ د مذاکراتي بهیر نه کوم جزئیات رسنیز شوی او نه هم د جګړې په ډګر کې څه بدلون راغلی ؛ بلکې برعکس د دواړو لوریو لخوا پوځي تقابل زیات شوي دی، امریکایان هره ورځ په خوست، ننګرهار، پکتیکا ، پکتیا ، لوګر او میدان وردګو کې د شپنیو عمیاتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې ولسي خلګ وژني او طالبان بیا د امریکایانو او دولتی ځواکونو خلاف د هیواد په بیلا بیلو برخو کې خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکوي.

یواځې دا چې پاکستان ته د خلیلزاد له وروستي سفر وروسته له پاکستاني زندانونو څخه د ملا برادر په شمول یوشمیر لوړ پوړي طالب چارواکي چې له څو کلونو راهیسي بندیان وو آزاد شول ، دا نه ده مالومه چې ایا دا هڅه به د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په مذاکراتي بهیر پوري تړاولري که خیر ؟ که چیري ور پوري تړاو ولري نو ښايي د جګړې د عواملو د له منځه وړلو په لاره کې به هغه د یاد بهیر د موثریت لپاره یو ښه ګام تلقي شي.

کاشکي د بندیانو د خلاصون دغه لړۍ د هیواد په داخل کې پیل شي او په ترځ کې یې هغه په زرګونو بندیان چې له کلونو راهیسي په بي برخلیکه ډول د زندان د تورو تمبو شاته پراته دي ، آزاد او په خوښۍ سره له خپلو کورنیو سره یوځای شي ، له شکه پرته چې دا کار به پر مذاکراتي بهیر مثبت اغیز ولري او په مجموع کې به دا بهیر د افغان ولس لپاره د باور وړ وګرځي .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

خو چی طالبان هم لږ سړی شی هغوی سره هم بندیان شته. هغوی وایی امریکا د ووځی بیا مدونږ افغانان پخپله سره جوړیږو. دا خبره منطقی نده زما له نظره. ځکه بیا ټول دا خیال کوی چه امریکا نه وی بیا نو تاسی طالبان د پنجابیانو او نورو خارجیانو په مرسته غواړی چه دا وطن یو ځل بیا توری کندی ته لاهو کړی؟ منطقی خبره داده چه امریکا دی د وتلومهال ویش روښانه کړی، دواړه فریقه د جنګ بند کړی او د ولس په سطح د سولی خبری شروع شی. د سولی خبری به هیڅ معنی و نلری چه پر… نور لوستل »