په «ایفون ایکس» کې ستونزې؛ بالاخره ايپل د مفت جوړولو اعلان وکړ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۷ل): د ټکنالوژي په نړۍ کې د امریکا مشهورې کمپنۍ ایپل د هغو مبایلونو د مفت جوړولو اعلان وکړ چې څه موده وړاندې په کې ستونزې رامنځته شوې وې.

دغه ستونزه په ۲۰۱۷م کال کې وړاندې شوي مبایل (ایفون ایکس) او ۱۳ انچه (میک بک پرو) کمپیوټر کې رامنځته شوې، د استعمال پرمهال یا سکرین کار نه کوي او یا هم بې له لاس وروړلو کار کوي، چې اوس ایپل اعلان کړی دغه ډوله مبایلونه به بې له کوم جبران او خساره ورکولو جوړ کړي.

ایپل چې د ټکنالوژۍ په برخه کې ځانګړی نوم لري، او د ایفون مبایلونه یې په ملیونونو مینوال لري، له تېر کال راهیسې د خپلو محصولاتو بیې هم لوړې کړي، خو له دې سره یې بیا هم په مبایلونو او نورو آلاتو کې د ستونزو مخه ونشوه نیولای.

له دې وړاندې د ایپل کمپنۍ په ځانګړي ډول په مبایلونو کې له یو شمېر ستونزو سره مخ شوې، د روان کال فرورۍ په میاشت کې هم ایپل کمپنۍ په ایفون ایکس مبایل کې د ستونزې رامنځته کېدو اعتراف کړی و.

د روان کال په سر کې ویل شوي وو چې د ایفون ایکس استعمالوونکو ته هغه مهال ستونزه رامنځته کیږي چې مبایل ته زنګ راشي سمدلاسه جام شي او نشي کولای تلیفون ته ځواب ووایي، چې له شپږو څخه تر اته ثانیو مبایل همداسې جام وي.

تېر ۲۰۱۷م د ایفون ایکس مبایل د وړاندې کېدو سره سم په همدې مبایل کې زرغونې کرښې ښکاره شوې وې، چې له امله یې کاروونکي سخت اندیښمن کړي وو او همدارنګه ددوی خرڅلاو مارکیټ یې هم زیانمن کړی و، دغه مبایل په یخه هوا کې د جام کېدو ستونزه هم لري.

دغه ډول د ایپل ۱۳ انچه میکر بک پرو کمپیوټر کې د معلوماتو ورکېدو او د زخیره کولو ځای کار نه ورکولو ستونزه رامنځته کیږي، ایپل په خپل ویبپاڼه د ۲۰۱۷م څخه تر اوسه پورې ټول مبایلونه چې دغه ډول ستونزه ورکوي د جوړولو اعلان کړی.

هر هېواد چې د ایپل رسمي سټور او یا اجازه ورکړل شوي او مستحق سټورونه ولري کولای شي یا هم یاد مبایلونه جوړ او یا کاروونکي ته نوی مبایل یا میک بک پرو مفته ورکړي.

دا لومړی وار نه دی چې ایپل کمپنۍ له داسې ستونزو سره مخ کیږي، په ایفون سیکس پلس کې هم همدغه ډول ستونزه رامنځته شوې وه چې کاروونکو له یادې کمپنۍ څخه ۱۴۹ امریکایي ډالره تاوان غوښتی و.

د روان کال سپتمبر میاشت کې ایپل درې نوي ځانګړي مبایلونه (ایفون ایکس ایس، ایکس ایس میکس او ایکس آر) وړاندې کړي وو، چې له خرڅلاو څو ورځې وروسته یې کاروونکو د سیلولر یا د سګنلو کشف کولو او د وایفای ترلاسه کولو  سختو ستونزو شکایت کړی و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د