طالب مشران؛ مسکو کنفرانس

طالبانو مسکوغونډه کې د امریکايي استازي ګډون ستایلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): د مسکو ناسته تېره جمعه (۱۸لړم) روسیه کې د سیمې د لسو هېوادونو د استازیو تر څنګ د طالب پلاوي او امریکايي استازي په ګډون ترسره شوه، چې ضمناً پکې د سولې شورا یو پلاوي هم برخه اخیستې وه.

طالبانو دا کنفرانس د سولې په هڅو کې مثبت ګام یاد کړی او ضمناً يې د امریکايي استازي ګډون ښه کار ګڼلی دی.

«د ماسکو کانفرانس، د قضیې د حل په خوا مثبت ګام» تر سرلیک لاندې د طالبانو اوونیزه تبصره چې د دوی رسمي نظر څرګندوي لیکي، چې دې کنفرانس امتیازي خاصیت دا و، چې د اسلامي امارت موقف د ټولو ګډونوالو له لوري تایید شو.

«د پخوانیو ورته غونډوپه نسبت د دې کانفرانس امتیاز دا و، چې د سیمې نږدې ټولو هیوادونو او د کانفرانس ډیری ګډونوالو د اسلامي امارت له هغه موقف سره همغږي وښوده چې په دې مجلس کې ارائه او په لیکلي شکل په ټولو ګډونوالو وویشل شو. د کانفرانس ګډونوال چې زیاتره یې زموږ د ګاونډ مهم هیوادونه دي په دې خبره یوه خوله و، چې د افغانستان جګړه د پوځي ستراتيژیو په توسط نه حل کیږي.»

دې غونډه کې چې د طالبانو د استازو موقف، قاطعیت او دریځ د مشرانو جرګې له لوري هم تایید شوی او د سولې شورا پلاوی خورا کمزوری بلل شوی دی.

د مشرانو جرګې غړي غیرت بهیر وویل، د طالبانو دریځ قاطع، واضح او له قوي موقف نه و، خو د سولې شورا د تللي پلاوي دریځ ګونګ و.

طالبانو لیکلي، چې دې کنفرانس وښوده چې دلته سوله څنګه راتلی شي او د امريکا پوځي حضور نه یوازې افغانستان بلکې د سیمې د هېوادونو په خیر هم نه دی.

«په کانفرانس کې د اسلامي امارت د منطقي او پاخه موقف څخه د ګډونوالو استقبال دا خبره ثابتوي چې اوس د سیمې اونړۍ ډیری اولسونه او حکومتونه د افغانستان د قضيې له واقعیته خبر دي او په دې پوهیږي چې دلته د جنګ اصلي علت څه دی او سوله څنګه راتلای شي؟؟ دې کانفرانس دا حقیقت هم ثابت کړ چې په افغانستان کې د امریکایي اشغالګرو شتون لکه څنګه چې د افغان اولس په خپلواکۍ او دیني ملي ارزښتونو تیری دی، همدا راز د سیمې له حقائقو سره هم ټکر لري او د بحران او تشنج لامل ثابتیدلای شي.»

د تبصرې په پای کې د امریکايي استازي ګډون هم ښه اقدام بلل شوی دی: «د افغانستان اسلامي امارت د دغسې غونډو تدویر د قضیې د حل په خوا مثبت ګام بولي او امید لري چې په راتلونکې کې هم دغه لړۍ تعقیب شي.ځکه دجګړې غوټه همیشه د تفاهم او سیاسي تعامل په توسط خلاصیږي.دا چې د امریکا حکومت هم دې کانفرانس ته خپل استازی لیږلی و، ښه اقدام دی.»

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د