زلمی خلیلزاد: ښکېل اړخونه سولې ته په نږدې کېدو دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي ښکېل اړخونه سولې ته په نږدې کېدو دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ د زلمي خلیلزاد د دویمي سفر په اړه خبرپاڼه خپره کړه، چې له کابل نه به د سیمې هېوادونو ته دویم سفر پیل کړي.

زلمي خلیلزاد د جمعیت اسلامي له اجراییه مشر عطامحمد نور سره له ملاقات وروسته تېره ورځ له اجراییه رییس عبدالله عبدالله او تر هغه وړاندې له دوستم سره هم ولیدل.

خلیلزاد له نور سره په خبرو کې ويلي چې ښکېل اړخونه سولې ته په نږدې کېدو دي.

له اجراییه ریاسته خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې زلمي خلیلزاد ورته د سولې ډاډ ورکړی دی، خو جنرال دوستم بیا پخپله ان د منځګړي په ډول د همکارۍ سینه ډبولې.

جنرال عبدالرشید دوستم چې د اسلامي امارت په واکمنۍ کې يې زرګونه طالبان لیلیې دښته کې ان ژوندي تر خاورو لاندې کړل، د امریکايي یرغل په پیل کې يې ګڼ دیني مخور پر امریکا مخامخ وپلورل.

هغه د بشري حقونو د څار نړیوال کمیسیون د بشري سرغړونکو په هغه لیست کې هم ځای لري چې ورسره عطامحمد نور، حکیم شجاعي، اسدالله خالد او د وژل شویو عزیزالله کاروان او جنرال رازق نومونه هم شته.

دا په داسې حال کې دی چې تازه وال‌سټریټ ژورنال هم د افغان جګړې د ختمولو په اړه د امریکا د بېړې خبر ورکړی دی.

سرچینه لیکي ټرمپ نیت لري چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې هم وځنډوي، چې جګړه ژر ختمه کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

خلیل زاد صاحب ،دثواب اونیکۍ په کارونوکی ،دغلوسره مشوره مه کوه ،که نوی ته به هم دهمدوی په قطار کی حساب شی ؟ که غواړی چه سوله راش نوامریکا پدی قانع کړه چه خپل ځان ګوښه کړی ، ځکه ددی خلکو په شتون کی سوله ناممکن کاردی ؟ ؟ پدغی تګ لاری کی ځان مه غُلوه ؟ والسلام .