
مننه ستانکزي صیب
جبير ياسر
«که امریکایان په رضا له افغانستان څخه نه وځي نو په زور یی وباسو» دا خبره شیرمحمد عباس ستانکزی صیب د طالبانو سیاسي دفتر مشر د مسکو غونډې په څنډه کې د نړیوالو مطبوعاتو سره د خبرو په جریان کې وکړه ، دا جمله خو په ښکاره د طالبانو موقف څرګندوی خو په حقیقت کې د افغانانو هغه خاصیت دي چې په وار وار یی تاریخ ته ثابته کړې چې دوي اشغالګر په خپله خاوره کې نشی زغملی یا یې شرمنده شړلي او یا وتلو ته مجبور کړي .
د مسکو فارمیټ دا غوڼده د افغان مسلې په اړه د بلې هرې نړیوالې غونډې په نسبت له څو اړخونو څخه ځانګړې وه ، د سپتمبر یوولسم پیښو وروسته چې امریکا او ناټو په افغانستان پوځي یرغل وکړد طالبانو حکومت یی ړنګ کړ او دوی یی د تروریستانو په صف کې اعلان کړل ، تورلیست او نور بندیزونه یی پرې ولګول د نړي ټولو هیوادونو ورسره ومنل یا ورسره ملګری شول او یا یې ددوي یرغل تایید کړ ، خو دا دی اوولس کاله وروسته طالبانو د الله تعالی په کومک ، په بې ساري قربانیو ځان دې حالت ته ورسوو چې
۱. لومړی ځل مسکو چې یو نړیوال قوت دی او د امریکایانو د اشغال سره موافق ؤ د طالبانو څخه په ښکاره دعوت او کوربه توب وکړ .
۲. طالبانو په لومړې ځل د خپلو شپږ واړه ګاونډیانو سره چې د امریکایانو د اشغال او د طالبانو په خلاف یو نه یو قسم رول لوبولی ښکاره او رسمی لیده کاته وشو .
۳. دریم دا چې په لومړې ځل د افغان جګړې ښکیلو خواو ، طالبان ، کابل حکومت او امریکا په ښکاره په یو میز سره کیناستل.
۴.په لومړې ځل طالبان د امنیت شورا دریو دایمی غړو هیوادو (امریکا ، چین او روسیه) استازو سره په ګډ میز کیناستل او خبرې یی وکړی .
۵. په لومړی ځل د طالبانو پدې کچه لوړ پوړي چارواکي د نړیوالو مطبوعاتو سره مرکې وکړې او د طالبانو موقف یی په خورا پراخ انعکاس سره نړیوالو ته ورسوو .
دا او دیته ورته نور ټکې هغه موارد دی چې د طالبانو سیاسي دفتر لاسته راوړنه او په مجموع کې د ټولو طالبانو سیاسی بری بلل کیدایشي خو پدې غونډه کې د ستانکزي صیب شخصیت او د هغه جرأت چې دده د شخصیت حصه ده مناسبه استفاده کول هغه څه ؤ چې دا غونډه یې لا رنګینه کړه اود طالبانو موقف ته یې لا ځواک وربښه .
دا صحي ده چې دیپلوماتان او سیاسی استازي باید نرمه لهجه او معقول دلایل باندې ولاړ بحث وکړي او په بله معنی د زور او شدیده لهجه ونه کاروي خو دا پدې معنی نده چې سیاسیون باید جرأت ونلري ، په مناسب ځای کې د لويې خبرې جرأت کول عینی دیپلوماسي ده چې د ستانکزی صیب په حق کې زه همدا حالت وینم .
زما په باور پدې غونډه کې د ستانکزي صیب شخصیت او استعداد طالبانو ته په سیاسی او نظامی دواړو برخو کې قوت وروبښولو او په نړیواله کچه یی د طالبانو موقف په ښه توګه وځلولو چې بې له شکه د مخالف لوري په روحیاتو به یی منفی تاثیر کړی وي .
دا تش په نامه خبری دی! دوی او امریکایان ښه یو بل سره آشنا او پیژنی! او د امریکا په امر دوی اوسنۍ جنګ مخکښی بیایی!
ریاض صاحب
ماته ستاسو دا کشف ډېر هیښوونکی او مهم وبرېښېده،،، که د کابل اداره ستاسو په دې انکشاف خبر شي نو په هماغه ساعت به له امریکایانو سره پرېکون وکړي.
بلي رياض خانه، دا ستاسو د شمالي ټلوالي جګړهمار نظر دي. دافغانستان دخرابي مسوليت ټول ستاسي فاسيدينو په غاړه دي. هميشه مو جګړي ته لبيک ويلي او سولي ته هيځ حاضر نه ياستي. پاک رب مو تباه کړه، چه افغانستان له تاسو قومپرسته فاشيستانو خلاص شي، امين ياربالعلمين. کاروان
The US used B-52 bombers toppled taliban and when Dustam called the US about the prisoners he was told that is up to him which ignored the Geneva convention about POW’S. The us gave power to northern alliance and assumed they would be good partners but it did not work. now you say the Taliban are supported by US, I do not agree with you at all.
چرا اکثریت تحلیلگران ما ترسو بزدل هستند بجز از چند نفر و کنفرانس مسکو را تحلیل نمیکنند که حضور نظامی امریکا در افغانستان بزرگترین تهدید به چین روسیه است و امریکایی ها در این هفده سال در مقابل شیردلان آزادی خواهان مقاومت ملی مجاهدین/طالبان شکست سیاسی نظامی کرده اند و پوز شان در خاک مالیده شده و چرا تحصیلکرده های پچک تخم های گنده و «دیگان» یعنی دیگران مهاجرین بچه های مومه پدر نامعلوم افتخارات ملی ما را به بیگانگان چرا میدهند و آن هم پاکستان ایران وووو ؟
عبدالقدیر مهمند صیب: ګاهی حقیقت را میدانیم ولی نمی پزیریم. چرا این شیر دلان در ابتدا ګریختند و مقاومت نکردند؟ این شیر دلان به سلاح کی میجنګند؟ خرچ یکروزه جنګ را میدانی که به چه اندازه است؟ این همه از آسمان نازل میشه؟ امریکا هرګز نمیخواهد این شیردلان شکست بخورند، جای تمویل آنها به امریکا معلوم است، جای که بزرګان این شیردلان زندګی دارند تمام آنرا امریکا میداند. همین امریکا بود که اینها را بوجود آورد. این جنګ دیګران است که مواد سوخت آنرا افغانها تشکیل میته. بخدا اګر جهاد باشد.
لونګ جانه، ډير ساده سړي راته ښکاري، ددغو شيردلانو لکه ځنګه چه تاسو ورته لقب ورکوي، ځنګه ئي مقاومت کړي وي. ټول مرکزونه ئي له هوا د بي ۵۲ الوتکو په ذريعه بمبارت شوه او دوي ټول تيت او پرک شول. نو بيا ئي له سره ځانونه سمبال کړل او خپل جهاد ته تر اوسه ادامه ورکوي او تمويل ئي هم دملت له خوا کيږي. اسلحه دجګړي پروخت ستاسي دمزدورو عسکرو دماتي پروخت ترلاسه کوي. نور بس کړه ددالرو بيځايه تبليغات مه کوه. پريږده چه دافغانستان خلک خپله ازادي تر لاسه کړي او دا ئي طبعي حق دي. کاروان
هیواد والو .سوله نه د طالیب،او نه د دولت په لاس کی ده،هم دولت او هم طالیب دومره وس توان نه لری چه تاسوته سوله راوالی.س
سوله د پاکستان.امریکا په لاس کی ده.همدا ڼن چه وغواړی سوله راواستلی شی.امریکا او پاکستان سوله نه غواړی،او نه یی راولی،ټول عام ولس با خبر اوسی چه هم مو طالیب او هم مو دولت دښمن دی،هم له دولت هم له طالیب څخه مڼنه په کار نه ده،
پښتون،مسلمان.عالیم،هغه څوک دی چه په دا جګړه کی خپل ځان،عیال له مرګ .او فلج څخه وساتی،
سلام علیکم. وائي په بازیو کی بنګړی ماتیږږی. معلومه نده چه دا کیسه د مېړه او د ماندینی د بازیو په هکله ده او که د دوو پېغلو تر منځ، په هره توګه، په بازیو کی بنګړی ماتیږی، داسی ښکاری چي یا دا بازۍ ډېری تُندی او جدّی دی یا دا چي بنګړی ګوز مارکه دی او په مازی حرکت ماتیږی. په جدّی بحث کی د سلائقو بنګړی ماتیږی البته زه نه د چا څخه بېرېږم او نه شرمېږم خو سره لدې هڅه کوم او هیله لرم چي د خلګو بنګړی مات نه شی. ما اورېدلی دی چه عباس ستانکزی… نور لوستل »
غ حضرت صیب: زما اکا ستانکزی صیب د اردو صاحب منصب وو. د هغه تحصیلات په هند کی شوی دی او ستاسو محترم خبره هم نه ردوم. هغه د عباس د کلا ده. د عباس کلا د لوګر د برکی برک ولسوالی پوری مربوطه ده. الله د خیر کړی.
لومړی د مباحثې ګډونوالو ته احترامات وړاندې کوم. بیا زیاتوم، چې افغانانو ته لوی شرم ؤ، چې کله دواړه لوري د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په اړخونو کې ولاړ ؤ. داسې ښکارېدل، لکه دوه د سوک وهنې لوبغاړي، چې لوبه کې نابلده ګډ شوي وي، ګټونکی اوبایلونکی د بل چا له لوري د هغه په خوښه اعلانیږي. موږ له دواړو اړخونو ستره ګیله لرو، هم طالبانو د پاک شرعي نظام د ساتلو وړتیا نه درلوده، د هغه نظام چې په واقعي معنا يې د افغانستان د مسلمان ملت په زړونو کې ځای درلود. کله چې په ۱۹۹۴ زیږیز کال… نور لوستل »
عمر صاحب
وایي یو کوچي خپل زوی لیګلی وو چې ملا شي، له کلونو وروسته ملا راستون شو، پلار یې څه وخت وروسته ورته کړل چې ملا شوې خو له سرسایې دې نه کړو خلاص!
تور بیا …
له خدایه غواړو، چې نور دا مشران ځانونه وپېژني.
عمرجانه ! د یوویشتمی پیړی د کمپیوتر ، انترنت ، رسنیو ، پاڼو او فیسبوکو کی د خلکو هویت او ادرس نه ښکاری هر څوک چه هر څه او په هر نوم وایی ویلی شی هر سړی مفتی او قاضی دی . زما په اند زمونږ سره په دی پاڼو کی امریکایان او اروپایانو د افغانانو په نوم او ادبیاتو خبری څه چه فتوی ورکوی . مګر دا چه پشتو یی خپله ژبه نه ده کله کله د هغه سړی په شان چه د شپی خوب کی ویده پاڅیږی په هر اړخ جه ولاړ که د کوم څه سره یی… نور لوستل »
رښتیا ده، چې عقل لرل ډېر ښه دي، بې له دې چې زما تبصره وګورې، ماته دې آن سیکولر خطاب کړی دی. زه الحمد الله مسلمان او افغان یم. تر اوسه مې د هیچا لپاره کار نه دی، نه مې امریکا ته کار کړی او نه مې پاکستان ته. ثم الحمدلله ټول تحصیل مې په هېواد کې د ننه کړی، هېڅ پردی فرهنګ او کلتور مې نه دی زده کړی او نه يې د زدکړې تنده لرم. ۲۸ کاله عمر لرم، ویاړم چې داسې جهاد مې کړی، چې نه مې چاته بې موجبه ضرر رسولی او نه مې چاته ځان… نور لوستل »
زما په خیال ډالرو کی هم نشه توکی نغښتی ، چه خیټو یا جیبو کی ولویدل خلک نیشه کوی بیا کاواکی وایی . د پاکستان سره که یی په غلامي تورونوی یوه لیار لری نیم کور ( نیم پشتانه ) زمونږ پاکستان کی دی د روسانو او امریکایانو د اشغال وخت کی ډیر زیات افغانان پاکستان ته مهاجر او هر چیری میشت شوی د ځینو طالبانو کورونه به هم هلته وی جهادی رهبرانو زامن لمسیان هلته پیدا شوی. ځنیو هلته شناختی کارټونه هم د خوشی یا مجبوریت له مخی اخستی د کابل غلامان او باداران که طالبان د پاکستانو سره… نور لوستل »
کله کله د نورو سره په خبرو کې وايو چي افغانان ډيرکلک مسلمان او غيرتې خلک دې ، خو چي د ځينو ليکونکو او مبصرينو ليکنې او تبصرې ولولو پدې پوه شو چي ډير منافق او بې همته هم لرو، چي د ايمان او غيرت خبره ئې ګرسره نه خوښيږي ، که هغه بل چا هم کړيوي .