افغانستان

غزني؛ ولسي وګړي د پوځ د توپونو تر بریدونو لاندې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۲لړم، ۱۳۹۷ل): ازادي راډیو د غزني د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي، ګڼ ولسي کورونه د ملي اردو د توپونو تر بریدونو لاندې دي.

سرچینه د ځايي خلکو له خولې وايي چې په دې توپونو کې چې له پوځي مرکزونو بېلابېلو ولسوالیو ته په پټو سترګو ور توغول کېږي، د ګڼو مېرمنو او ماشومانو د مرګ‌ژوبلې علت کېږي.

دوی نیوکه کوي که حکومت رښتیا هم د طالبانو پر وړاندې د جګړې توان لري، باید مخامخ عملیات ترسره کړي، نه دا چې په پټو سترګو ولسي مېشت ځایونه په نښه کړي.

د غزني چارواکي هم مني چې ولسوالیو ته يې ځواکونه توپونه توغوي، خو دعوه کوي چې یوازې طالبان پکې په نښه کېږي.

د غزني والي وحیدالله کلیمزي د خلکو شکایتونو تر څنګ ويلي د طالبانو د ځپلو لپاره دا «یوه مؤثره وسیله» ده.

سرچینه زیاتوي چې د غزني له مرکزي لوا او د قره باغ ولسوالۍ د عسکرکوټ له سیمې هره شپه په منځني ډول لس توپونه بېلابېلو سیمو ته په توکل توغول کېږي.

دا لومړی ځل نه دی، بلکې وړاندې تر دې هم د غزني ځینو مدني فعالانو د ړوندو توپونو پر ضد خواله رسنیو کې غبرګونونه وښودل، چې ځايي امنیتي چارواکو په مرګ وګواښل او خولې يې پټې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حیران

طالبان دی د خلکو کورو او استوگن ځایو ته نه ننوزی او اډی دی نه جوړوی د خدای لپاره دوی دی همدا ځای ټینګ کړی چی چیرته یی شروع کړی تر څو دوی هم د نورو له حاله خبر شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x